د پکتیکا ولایت مرستیال والي محب الله حماس د جمعې پر ورځ د «۱۴۰۰ کال د مرغومې پر ۳ مه» وویل،په مرکز ښرنه او ولسوالیو کې لسګونه زره جریبه ځمکه له غاصبینو را ګرځول شوې ده.
حماس وايي، دغه ځمکې تېرو کلونو کې د زوراکو له لوري غصب شوې وې او په تولییز ډول پکتیکا کې د یوه منظم پلان له مخې د ځمکو را ګرځول دوام لري.
حماس زیاته کړه:« په عمومي ډول ویلی شم،چې په سلګونه زره جریبه ځمکې د کرنې وزارت له لوري را ګرځول شوي او دا لړۍ لا هم دوام لري.»
مرستیال والي همدا راز وایي، پاتې هغه ځمکې به هم د محکمې له ارزولو وروسته نږدې راتلونکي کې راوګرځول شي،چې یو شمیر کسان یې د مالیکیت دعوا لري.
حماس زیاته کړه:« ځېنې داسې ځمکې هم شته دی،چې راګرځول شوي دي،خو دوسیې یې لا وروستۍ شوي نه دي او د محکمې له لوري یې ارزونه پیل شوې او نږدې راتلونکي کې به یې په اړه پریکړه وشي.»
د پکتیکا اوسېدونکي د اسلامي امارت له لوري د غاصبینو له منګولو د لسګونه زره جریبه ځمکې راګرځول ستایي او وایي، د پاتې غصب شویو ځمکو د را ګرځولو په اړه دي هم جدي اقدامات وشي.
د پکتیکا یو تن اوسېدونکی وايي:« تقریبا لسګونه زره جریبه ځمکه بېرته راګرځول شوې ده.زموږغوښتنه دا ده،چې پاتې ځمکې دې هم را وګرځول شي.»
د پکتیکا یو بل اوسېدونکی بیا داسې واي:« دا یو نیک اقدام دی،چې ځمکې له غاصبینو راګرځول شوي دي> دا د خلکو او دولت پر ګټه کار دی.»
د مالوماتو له مخې، په تېرو ۲۰ کلونو کې د زورواکو له لوري مرکز ښرنه او ځینې ولسوالیو کې لسګونه جریبه ځمکه غصب شوې ده،خو ځایي مسئولین وایي، د غاصبینو پر وړاندې له نرمښت کار نه اخلي او حساب ورسره کوي.