• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کورنیو چارو وزارت: خواله رسنیو کې د مخکیني حکومت سرتېرو نیول کېدو په اړه خبرونه  بې اساسه دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/12/23

 د  افغانستان کورنیو چارو وزارت وايي، د مخکیني حکومت هېڅ کارکوونکی د دوی له خوا نه دی وژل شوی او کوم کسان چې وژل شوي دي، لامل یې هم شخصي دښمنۍ دي،چې عاملین یې  له لوري نیول شوي دي . 

د یاد وزارت مرستیال ویاند انجینر ازعزام وايي:« دا چې په خواله  رسنیو کې بعضي وختونه دځینو مغرضو کړیو له لوري د کومو امنیتي کسانو د وژنې راپورنه خپریږي،هغوي ټول په خپلو شخصي دښمنیو کې وژل شوي،چې عاملین یې هم د افغانستان اسلامي امارت سرتېرو له لوري نیول شوي دي.» 

په دې وروستیو کې په خواله رسنیو کې ځینې تصویرونه لاس په لاس کېږي،چې ګواکې د اسلامي‌امارت ځواکونه له عمومې عفوې سره  سره د مخکیني حکومت سرتېري نیسي او صحرايي محاکمه یې کوي. 

دغو راپورونو ته په خواله رسنیو کې توند غبرګونونه ښودل شوي او له اسلامي امارته غوښتنه شوې ده، چې عمومي بښنه عملي کړي

کورنیو چارو وزارت وايي، دعفوې فرمان له ورکړې وروسته د تیرې دولت هېڅ کار کوونکی د تېرو کړنو په تور نه دی نیول شوی.

خو عزام وايي، د مخکیني نظام کارکونکو ته  خبرداری دادی، که دنظام تخریب هڅه وکړي، قانوني چلن به ورسره وشي.

عزام زیاته کړه:« دافغانستان داسلامي امارت دعفوې له  فرمان  وروسته د تیرې ادارې هېڅ کارمن په تېرو کړنو نه نیول شوی او نه وژل شوی دی. البته که د تېرې ادارې کوم کارمن دعفوې له فرمان  ناوړه ګټه او یایې هم دنظام د تخریبولو هڅه وکړه،هغوي به دمجاهدینو له لوري ونیول شي او قانون منګلو ته به سپارل کېږي.» 

کورنیو چارو وزارت داسې مهال دغه راپورنه ردوي،چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څار ډلې افغانستان کې د بشري سرغړونو په تړاو خپل وروستي راپور کې داسلامي امارت یو شمېر ځواکونه په صحرايي محاکمو تورن کړي وو،خو کورنیو چارو وزارت دغه راپور بې اساسه بللی او رد کړی یې دی. 

 

 

 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

شنونکي: د ایران او اسراییلو جګړه د سیمه ‌ييز امنیت، ثبات او اقتصاد پر زيان ده
افغانستان

شنونکي: د ایران او اسراییلو جګړه د سیمه ‌ييز امنیت، ثبات او اقتصاد پر زيان ده

جون 15, 2025
یو.اېن.ډي.پي: ۹۰ سنله افغان کورنیو ناوړه اقتصادي وضعيت تجربه کړی
افغانستان

یو.اېن.ډي.پي: ۹۰ سنله افغان کورنیو ناوړه اقتصادي وضعيت تجربه کړی

جون 15, 2025
پر ايران د اسرایيلو بريد هلته مېشت افغانان اندېښمن کړي
افغانستان

پر ايران د اسرایيلو بريد هلته مېشت افغانان اندېښمن کړي

جون 15, 2025
هرات کې د لوی اختر په درېیو ورځو کې شاوخوا ۲۰۰ ټرافيکي پېښې شوې
افغانستان

هرات کې د لوی اختر په درېیو ورځو کې شاوخوا ۲۰۰ ټرافيکي پېښې شوې

جون 14, 2025
کورنیو چارو وزارت: د داعش پاکستاني او تاجیکستاني غړي د افغانستان په پېښو کې ښکېل دي
افغانستان

کورنیو چارو وزارت: د داعش پاکستاني او تاجیکستاني غړي د افغانستان په پېښو کې ښکېل دي

جون 14, 2025
سراج الدین حقاني د اسلامي او ملي ګټو د خوندیتوب لپاره د ولس پر یووالي ټینګار کړی
افغانستان

سراج الدین حقاني د اسلامي او ملي ګټو د خوندیتوب لپاره د ولس پر یووالي ټینګار کړی

جون 14, 2025

وروستي خبرونه

بندچک لوبډلې میدان وردګو کې د کرېکټ شپنیو سیالیو اتلولي خپله کړه

بندچک لوبډلې میدان وردګو کې د کرېکټ شپنیو سیالیو اتلولي خپله کړه

جون 15, 2025
د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان کې د وینې ورکول ستایلي

د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان کې د وینې ورکول ستایلي

جون 15, 2025
شنونکي: د ایران او اسراییلو جګړه د سیمه ‌ييز امنیت، ثبات او اقتصاد پر زيان ده

شنونکي: د ایران او اسراییلو جګړه د سیمه ‌ييز امنیت، ثبات او اقتصاد پر زيان ده

جون 15, 2025
د ایران او اسراییلو جګړه د پراخېدو په حال کې ده

د ایران او اسراییلو جګړه د پراخېدو په حال کې ده

جون 15, 2025
یو.اېن.ډي.پي: ۹۰ سنله افغان کورنیو ناوړه اقتصادي وضعيت تجربه کړی

یو.اېن.ډي.پي: ۹۰ سنله افغان کورنیو ناوړه اقتصادي وضعيت تجربه کړی

جون 15, 2025
پر ايران د اسرایيلو بريد هلته مېشت افغانان اندېښمن کړي

پر ايران د اسرایيلو بريد هلته مېشت افغانان اندېښمن کړي

جون 15, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist