د کابل هوايي ډګر په شمول د څلورو نورو هوايي ډګرونو د مدیریت کولو پر سر د اسلامي امارت لهع چارواکو سره د خبرو لپاره د ترکیې او قطر هېوادونو پلاوی کابل ته راورسېد.
د ترانسپورت او هوایي چلن وزارت ویاند امام الدین احمدي وایي، د کابل نړیوال هوایي ډګر،د بلخ، خوست، کندهار او هرات هوایي ډګرونو د تخنیکي چارو د سمبالېدو او مدیریت پرسر به دغه مذاکرات ژر پیل او که هوکړه وشي،نو د یادو هوايي ډګرونو مسوولیت به دغو هېوادونو ته وسپارل شي.
احمدي زیاته کړه:« اوس زموږ هوایي حریم بند دی او عبوري الوتنې له افغانستانه نه کېږي. دا به خلاص شي، د ټاور برخه کې او ګرونډ هنډلینګ برخه کې او بعضې نور تخنیکي برخو کې به دوی سره قرارداد کېږي او پر مخ به یې وړي.»
احمدي وایي، که هوکړه وشي،نو د افغانستان په هوایي حریم به عبوري الوتنې هم بېرته پیل شي، ټاور او ځمکنی مدیریت به ورسره تنظیم شي،چې په هرې عبوري الوتنې به کابل ته له ۷۵۰ تر ۹۰۰ ډالرو ټکس ورکول کېږي.
هغه زیاته کړه،هغه الوتکې چې د افغانستان هوايي ډګرونو کې ناسته کوي،تر دې به هم زیات ټکس پرې کوي،چې د ملي عوایدو په لوړېدو کې به ورسره زیاتوالی راشي.
احمدي وايي:« په هره الوتکه له ۷۵۰ تر ۹ سوه ډالرو حق العبور راځي، هغه الوتکه چې تیریږي او هغه چې دلته ناسته کوي، د هغوی بیا یو څه زیات دي. ان شاءالله عواید به ډېر زیات وي،افغانستان ته به ښه ګټه راځي.»
د قطر او ترکیې راغلی پلاوی به کابل کې د اسلامي امارت له چارواکو سره مذاکرات پیل کوي،خو دا چې په څه ډول شرایطو به هوکړې ته ورسېږي،دا به له ناستو او بحثونو وروسته جوته شي.
د کابل هوایي ډګر مسوولین وایي،د هوکړې او مدیریت په صورت کې به له دې هوايي ډګره ۲۴ساعته الوتنې پیل شي.
د کابل نړیوال هوایي ډګر مسؤل مولوي عبدالهادي حمدان وايي:« له بحث وروسته به دا خبره مطرح کېږي،چې له دوی سره لاسلیک کېږي،یا نه کېږي. د اسلامي امارت مشران هغه څه غواړي،چې د هېواد او خاورې په خیر باندې وي او هغوی سره به توافق کوي،چې د افغانستان او اسلامي امارت په خیر وي.»
د قطر او ترکیې راغلي پلاوي د اوس مهال لپاره په دې تړاو رسنیو سره له خبرو کولو ډډه وکړه.