یو تن ښووونکی عزت اللهوايي:« د ژوند ټولې چارې مو د همدې تنخوا پر مټ مخې ته وړو،خو له تېرو څو میاشتو راهیسې زموږ تنخوا نه دی راکړل شوې. زموږ غوښتنه داده، چې د تېرو ټولو میاشتو تنخواوې راکړل شي.»
د کندهار د پوهني مشر مفتي قدرت الله وصال وایي، د کندهار د ښوونځیو د ټولو ښوونکو د پاتي تنخواوو د ورکړي په اړه له پوهني او ماليې وزارتونو سره په اړيکه دی او په خبره یې ژر به د ښوونکو پاتې تنخواوې هم حواله شي.
وصال زیاته کړه:« موږ له پیله په همدې هڅه کې یو،چې د ښوونکو تنخواوو ته لومړیتوب ورکړو، اوس هم د مالیې وزارت او پوهنې وزارت سره زموږ خبرې روانې دي او ډېر ژر به د ښوونکو پاتې تنخواوې هم وررکړل شي.»
د نظام بدلون، د افغانستان د شتمنۍ کنګل کېدل او بانکي محدوديتونه ددې لامل شوي، چې ددولتي مامورينو تنخواوې وځنډېږي.