افغانستان کې له اړمنو او بې ځايه شويو کورنیو سره د مرستو په دوام کابل کې نن چهار شنبه د «۱۴۰۰ کال د مرغومې پر ۲ مه» لسګونه اړمنو کورنيو سره د خوراکي او غيرې خوراکي توکو مرسته وشوه.
په دغو مرستو کې چې اوړه، غوړي، وريجې، لوبيا او نورو توکي شامل ول، د سعودي عربستان د ملک سلمان خیریه بنسټ له لوري ترسره او د سرې میاشتې له خوا پر دوه سوه مستحقو کورنیو وویشل شوې.
د افغانې سرې میاشتې وياند نوراغا صاحبزاده وايي:« دغه مرسته د ملک سلمان بنسټ له لورې تر سره شوه،چې ټول ټال ۱۰۷ ټنه کیږي.په دې مرسته کې خوراکي او غيرې خوراکي توکي شامل دي. په خوراکي توکو کې پنځه زره او دوه بستې دي، په هغه کې اوړه، غوړي ، لوبیا، دال او وريجي شاملې دي او په غيرې خوراکي توکو کې بيا چې ۵۷۶ بستې دي، په هغه کې د اشفزخانې وسايل ، ترپال او فرش شامل دي.»
صاحبزاده وایي،د مرستو ویش کې د هغو ولايتونو خلکو ته لومړیتوب ورکړل شوی دی،چې د ورښتونو امکان په کې زیات دی او يا هم بې ځايه شوي وي.
صاحبزاده زیاته کړه:« اول قدم کې لومړيتوب هغو ولايتونو ته ورکوو،چې په هغو ځایونو کې د واورې د اورښت امکان ډېر زيات وي،لارې بندې نه شي،په دویم قدم کې هغه هېوادوال دي،چې هغوی بې ځايه شوي وي او په درېيم قدم کې بيا زموږ هغه خلک دي،چې هغوی يو څه ښه ژوند ولري.»
مرسته شوي کسان له يادو مرستو خوښ دي،خو ځينې د دوامداره پروژو پیلولو غوښتنه لري او وايي، بې روزګاره خلکو ته دې د دايمي کارونو فرصتونه برابر شي.
یو تن بې وزله وايي:« زموږ لپاره به دا مرستې يوازې يو څو ورځې بسنه وکړي.خو زموږ له پاره بايد دوامداره پروژې پرانېستل شي، کارخونې جوړې شي، نور دوامداره کارونه تر سره شي.»
یو بل بې وزله کس وايي:« په دې مرستو يوازې زه نه بلکې دا ټول اړمن کسان خوښ دي، ځکه افغانستان اوس وخت کې ډېر بد حالت کې دی او دغه ډول مرستو ته اړتيا ليدل کېږي.»
له افغانستان سره د بشري مرستو په برخه کې سعودي عربستان تر دې وړاندې هم له اسلامي امارت سره د سلګونه ټنه خوراکي او غير خوراکي توکو مرسته تر سره کړې وه.
مسوولینو د دغو مرستو د هرې بستې ارزښت له پنځلس تر شل زره افغانۍ بللی دی.