درغنیزو شرکتونو دغه استازي پر نړیوالې ټولنې او امریکا سربېره پر نړیوال او د اسیاپراختیايي بانکونو نیوکه لري،چې پیسې یې نه ورکوي.
د رغنیزو او لوژیستیکي شرکتونو یو تن استازی حسیب زاده وايي:« تمه لرو،چې د خلکو د وضعیت په درک کولو سره په هغه سلیقوي او ظالمانه بندیزونو او فشارونو چې په نظام او ملت یې واردوي،لږ بیا کتنه وکړي چې زموږ وضعیت ښه نه دی او دا هم منطقي نه ده،چې په یو هېواد کې د سیاسي نظام په تغیر سره په میلیونونو کسان له اقتصادي فشار سره مخ کړل شي.»
دوی له اسلامي امارته هم غوښتنه وکړه،چې د هغو پروژو پیسې ورکړي،چې انوایسونه یې بشپړ شوي او بیسې یې مالیې وزارت کې دي.
ددوی په وینا د خپلو سلګونه کارکوونکو او انجینرانو سربېره د خلکو پوروړي دي او له مسوولینو یې غوښتنه وکړه،چې عارضینو ته دې قناعت ورکړي.
د رغنیزو او لوژیستیکي شرکتونو یو تن استازی شمس الرحمن وايي:« موږ خپلو قرضدارانو ته دا وایوو،چې موږ له تاسې تښتو نه او نه هم له حساب منکریږو، ولې تاسې چې څومره قرضداري پر موږ لرئ،د هغې څو چنده زیاته قرضداري موږ پر اوسني حکومت او نړیوالې ټولنې لرو، نو له خپلو قرضدارانو غوښتنه کوو،چې تاسې لږ صبر او زغم ولرئ. کوم سیستم د عرایضو چې دلته شروع شوی دی،په شخصي تعلقاتو او یا هم په هره ذریعه چې وي،د حقوقي او امنیتي ادارو له خوا دغه د شرکتونو ریسان او معاونین بې عزته کېږي.»
یادو شرکتونو د امریکا بهرنیو چارو وزارت ته یو پرانستی لیک هم لیکلی او د شته ستونزې په حل کې ترې د همکارۍ غوښتنه شوې ده.
دوی پرامریکا غږ وکړ،چې په افغانستان کې د نظام بدلون له امله له دې ټول ملت سره دښمني نه کوي او کنګل کړې شتمني دې خوشې کړي.
د رغنیزوشرکتونو استازی عبدالله وايي:« موږ د افغان سوداګرو د یوې ټولنې په توګه د څه باندې ۱۰۰۰ شرکتونو او بېلا بېلو سکتورونو استازیتوب کوو. وروسته له هغې چې امریکا زموږ پیسې کنګل کړې دي،دغه کار پر افغان سوداګرۍ بده اغېزه کړې ده. موږ له امریکا غواړو،چې په بېړه زموږ پيسې خوشې کړي. له دې سره به د هغو مرستندویو سازمانونو مرستې،چې افغانستان سره کېږي،سوداګرو ته د کار اسانتیاوې زیاتې شي.»
د نیمګړو پاتې پروژو د سالم ساتلو برخه کې یادو شرکتونو اسلامي امارت ته وړاندیز وکړ، چې د حفظ او مراقبت په اړه یې پاملرنه زیاته کړي.
دوی وایي،ټول تړونونه یې په افغانیو کړي و او اوس چې د ډالرو مقابل کې افغنۍ ۴۰ سلنه ټیټه شوې اسلامي امارت دې د محاسبې پرر مهال دا ټکی هم پام کې ونیسي.
بل پلو اسلامي امارت هم کار روان کړی دی،چې څنګه کېدای شي،د یادو شرکتونو ستونزې حل کړي او په یوشمېر کنفرانسونو کې یې له امریکا غوښتي دی،چې د افغانستان کنګل کړې شتمني خوشې کړي،ترڅو د خلکو حق ورته وسپاري.