د پکتیکا ولایت مرستیال والي محب الله حماس وایي،د ټولو ملکي ادارو مامورینو ته هره میاشت د ولایت له بودیجې لس زره افغانۍ فوق العاده معاش ورکول کیږي.
حماس وايي، دغه پریکړه د مامورنیو اقتصادي ستونزو ته په کتو ترسره شوې او نږدې راتلونکې کې به ټولو مامورینو ته د پاتې میاشتو تثبیت شوې تنخوا هم ورکړل شي.
حماس زیاته کړه:« د پوهنې لوړو، لوړو زده کړو، روغتیایي کارکوونکو او په ټولییز ډول مو ټولو مامورینو ته لس لس زره افغانۍ د میاشتې فوق العاده تنخوا ورکړې او دا مو ورته ویلي،چې تثبیت شوې تنخوا هم درکول کېږي.»
بل پلو د یو شمیر ملکي ادارو مامورین بیا وايي، د ولایت مقام له لوري د څو میاشتو فوق العاده تنخوا ورکړل شوې او همدا راز یې ډاډ تر لاسه کړی،چې د پاتې میاشتو تثبیت شوې تنخوا به هم ترلاسه کړي.
پکتیکا کې د یوې ملکي ادارې یو تن کارکوونکی وايي:« د اسلامي امارت په راتلو سره له مامورینو سره اندیښنه وه،چې تنخواوې به نه ورکول کېږي. دا خبره ناسمه ثابته شوې ده، ټولو مامورینو ته تشویقي تنخواوې ورکړل شوي دي.»
پکتیکا کې د یوې ملکي ادارې یو بل کارکووونکی وايي:« موږ ته نور هم ډاډ را کړل شوی،چې د تېرو څو میاشتو پاتې تثبیت شوې تنخوا به رکړل شي.»
د پکتیکا مرستیال والي محب الله حماس وايي، مرکز ښرنه او ولسوالیو کې سلګونه کسان بېرته نظامي لیکو ته راغوښتل شوي او دا مهال بېلابېلو امنیتي ادارو کې پر دندو بوخت دي.
حماس زیاته کړه:« څو سوه کسان یعنې پخواني کارکوونکي،چې ډېری یې د پخوانۍ اردو دي راغوښتل شوي او دندې تر لاسه کوي. ټولو پوځي کسانو ته مو احوال ورکړی دی،چې بېرته دې خپلو دندو ته را وګرځي.»
د پکتیکا مرستیال والي همدا راز وایي، ټولو هغو ملکي او پوځي کارکوونکو ته دندو ته د بېرته را ګرځیدو خبر ورکړل شوی،چې ښه کاري مخینه لري او اړتیا ده،چې یو ځل بیا ولس ته د خدمت فرصت تر لاسه کړي.