د افغانستان بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي له شمشاد سره د ځانګړې مرکې پر مهال وویل، امریکا د دوحې تړون دوه موارده نقض کړي او پر خپلو ژمنو یې عمل نه دی کړی.
عباس وايي، تېر حکومت سره یې نه غوښتل خبرې وکړي،خو د امریکا پر ټینګار یې خبرو ته غاړه کېښوده.
هغه زیاته کړه،چې اشرف غني، محب او فضلي د خبرو لپاره ورلیږل،چې بېرته پر شاه شول او په پایله کې د اګست پنځلسمې تحول رامنځته شو.
ستانکزی وایي، هوکړه داسې وه،چې بین الافغاني خبرې باید پر یو داسې حکومت پای ته ورسیږي،چې مشري یې اسلامي امارت وکړي