د ترکیې بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو د پاکستان پلازمینه اسلام اباد کې د اسلامي همکاریو سازمان ناستې څنډه کې د مالیزیا له استازي د لېدنې پر مهال ویلي، غواړي، له قطر سره پر ګډه د افغانستان د پنځه هوايي ډګرونو مدیریت کړي.
اوغلو ویلي، په دې تړاو یې له قطر سره خبرې پيل کړي او تر هغې وروسته به د دواړو هېوادونو استازي کابل ته په سفر راشي.
اوغلو زیاته کړې:« د دې کاري چوکاټ له مخې به موږ د افغانستان له حکومت سره د ګډ کار وړاندیز وکړو. زموږ همکاران دوحې ته ځي،چې بیا یو ځای کابل ته ولاړ شي او د طالبانو له حکومت سره د دې موضوع په اړه بحث وکړو.»
چاوش اوغلو په تازه خبري ناسته کې د څلورو نورو هوايي ډګرونو نومونه نه دي اخیستي خو ویلي یې ديچې په دې تړاو کابل کې د طالبانو چارواکو سره خبرې او بحثونه وکړي.
اوغلو زیاته کړې:« که موږ د خپلو شرایطو له مخې یوې ګډې پایلې ته سره ورسیدو، نو بیا به دغه هوايي ډګرونه له قطر سره یو ځای مدیریت کړو. خو که شرایط مو سره برابر نه شول،نو بیا اړ نه یو چې هوايي ډګرونه مدیریت کړو.»
اخوا د هوايي ډګر ډېری چارې اوس هم د قطري چارواکو له لوري مدیریت کېږي،خو اوس ترکیې هم له افغانانو او قطریانو سره پر ګډ کار ټینګار کړی دی.
اسلامي امارات له قطر سره په پېل کې دا منلې وه،خو د پنځه هوايي ډګرونو په اړه به هغه مهال پریکړه کیږي،چې قطري او ترکي چارواکي کابل ته راشي او دلته په دې تړاو له افغان حکومت سره بحثونه ترسره شي.