Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

هند کې د مرکزي اسیا هېوادونو ناسته: ګډونوالو  د افغانستان چارو کې پر نه لاسوهنې ټېنګار کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/12/20

 د هند په پلازمېنه نوي ډیلي کې  د هند په ګډون د مرکزي اسیا  پنځه هېوادونه تاجکستان، ترکمنستان،قزاقستان،قرغزستان او  ازبکستان د بهرنیو چارو وزیران سره راټول شوي او د افغانستان په اړه  یې خپلې اندیښنې سره شریکې کړې.

په ناسته کې په دې هم ټینګار شوی دی،چې د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی لري،خو نور هېوادونه دې هم د افغانستان په چارو کې لاس وهنه نه کوي.

دغو هیوادونو غوښتنه کړې ده،چې په اوسنیو شرایطو کې باید له افغان ولس سره بشري مرستې وشي.

د دوي اندیښنه دا وه،چې دافغانستان له خاورې ورته ګواښونه پېښېدونکي دي،خو اسلامي امارت بیا وار دمخه ټولې سیمې او نړۍ ته ډاډ ورکړی دی، چې د افغانستان له خاروې به چاته هېڅ ډول ګواښ پیښ نه شي.

په دغه ناسته کې  د هند د بهرنیو چارو وزیر جی شنکر وویل،هېواد یې له افغانستان سره اوږدې او ژورې اړیکې لري او اندېښنې او موخې یې یو ډول دي. 

شنکر وايي،په افغانستان کې د ټول شموله حکومت د جوړېدو غوښتونکی او همدا راز باید د نشه یي توکو د قاچاق مخه ونیول شي او ترهګرۍ سره مبارزه وشي.

شنکر زیاته کړې، چې له افغانانو سره باید بشري مرستې وشي او د ښځو او ماشومانو حقونه هم باید په پام کې ونیول شي.

شنکر زیاتوي:« موږ له افغانستان سره ډېرې ژورې او اوږدمهالې اړیکې لرو. زموږ اندېښنې او موخې په دغه هېواد کې یو ډول دي. ټول ګډونه حکومت، د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه او د نشه یې توکو د قاچاق مخنیوی. موږ د افغان ولس لپاره د بشري مرستو غوښتوونکي یو او د ښځو، ماشومانو او لږکیو د حقونو غوښتنه هم کوو. موږ باید داسې لارې چارې ومومو،چې له افغان ولس سره مرسته وکړي.»

د یادو هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو د ناستې په پای کې ګډه اعلامیه نشر کړه،چې په کې له سوله ییز او باثباته افغانستان ملاتړ شوی او له نورو هېوادونو غوښتل شوي،چې د افغانستان په چارو کې لاس وهنه ونه کړي .

د هند او منځنۍ  اسیا هېوادونو د ګډې اعلامیې یوه برخه:« د مرکزي اسیا هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو د سوله ییز، باثباته او خوندي افغانستان ملاتړ وکړ. موږ د هغوی ملي حاکمیت، یو والي او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی کوو او غواړو،چې نور هېوادونه یې په چارو کې لاسوهنه ونه کړي. بهرنیو چارو وزیرانو له افغانستان سره د بشري مرستو پر دوام هم ټینګار وکړ.»

په هند کې له ناستې سربېره د پاکستان په پلازمېنې اسلام آباد کې هم دافغانستان په اړه  د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان ناسته جوړه شوې وه. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist