Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
عمران خان: که ا.ا پر رسمیت ونه پېژندل شي افغانان به سخت بشري ناورین سره مخ شي  

د عمران خان څرګندونو ته ګڼو افغانانو سخت غبرګونونه ښودلي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/12/20

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون ګڼ شمېر افغانانو د پاکستان لومړي وزیر عمران خبرو ته سخت غبرګونونه ښودلی دی.

کرزي د عمران خان څرګندونې د افغانانو ترمنځ د نفاق اچونې هڅه او افغانانو ته سپکاوی بللی.

کرزي د پاکستان حکومت ته توصیه کړې ده،چې د افغانستان پر خلاف له تبلیغ او د افغانستان کورنیو چارو کې له لاسوهنې ډډه وکړي.

حامد کرزي عمران خان تورن کړی دی، چې پر نړیوالو غونډو کې د افغانستان په استازولۍ د خبرو کولو پر ځای دې د یو نېک ګاونډي په توګه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو جوړولو لپاره هڅه وکړي.

کرزي زیاته کړې:« دا چې ګواکې داعش ډله په افغانستان کې فعالیت لري او له افغانستان څخه پاکستان ګواښي د افغانستان خلاف ښکاره تبلیغ دی. واقعیت کې موضوع برعکس ده او د داعش ګواښ له پیله له پاکستانه افغانستان ته متوجه دی.»

د اسلامي همکاریو سازمان ناسته کې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي، که افغانستان کې یو پیاوړی حکومت او ثبات نه وي، داعش ډله سیمې او ان امریکا ته ګواښ پېښولی شي.

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان ویلي:« داعش وار له مخه د دواړو هېوادونو ترمنځ پر ډیورنډ فرضي کرښه پاکستان کې بریدونه کړي دي. هره ټولنه د بشري حقونو په اړه خپل نظر لري او کله چې افغانستان کې د بشري حقونو یا د ښځو د حقونو په اړه خبره کېږي، باید د پښتنو د کلتور په نظر کې نیولو سره دې موضوع ته وکتل شي.»

افغانان وایي،اسلامي امارت دې د افغانستان په اړه د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان د بدو تبلیغاتو مخنیوی وکړي.

افغان ولس باوري دی،چې پاکستان له پخوا د افغانستان په تړاو ښه ذهنیت نه لري او تل هڅه کوي،چې نړیوالو ته یې د ترهګرۍ مرکز په توګه وروپېژني.

شنونکی نازک میر زیارمل وايي:« پخواني ولسمشر چې کوم دریځ وښود،هغه یوازې د حامد کرزي دریځ نه دی، بلکې هغه د ټولو افغانانو دریځ دی. پاکستان همیشه باید د خپل هېواد په ستونزو او مشکلاتو وغږېږي،نه د افغانستان پر استازیتوب.»

شنونکی محمد نبي افغان وایي:« اسلامي امارت باید خپل رسمي دریځ ولري. هلته په دې کنفرانس کې یې باید ورته ویلي ول، چې نه، موږ دا خلک نه یوو.»

ځېنې نور بیا وایي، عمران خان په خپلو خبرو نه پوهېږي،چې څه وایي او تل یې د افغانستان په تړاو بې اساسه او بې بنسټه خبرې کړي دي.

د افغانانو په خبره،افغانستان یو خپلواک او ازاد هېواد دی،چې له خپلو ارزښتونو ساتنه کولی شي او افغانان د خپل هېواد استازیتوب کولی شي.

دوی وایي،د عمران خان خبرې د نړیوالو قوانینو او ګاونډیتوب له اصولو خلاف عمل دی او هېڅ پاکستانی حق نه لري،چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي.

شنونکی هاتف مختار وايي:« د عمران خان داسې اظهار نظر او څرګندونې د نړیوالو قوانینو او د ګاونډیتوب پر خلاف دي. اسلامي امارت د افغانستان په استازیتوب خبرې کولی شي او هېڅ پاکستانی حق نه لري،چې زموږ په چارو کې لاسوهنه وکړي.»

په ټولنیزو رسنیو کې هم نظریات شریک شوي،چې د عمران خان خبرې یې د افغانستان د ملي ګټو خلاف او افغانانو ته سپکاوی بللي دي.

تر دې وړاندې هم د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ورته څرګندونې کړې وې،چې د اسلامي امارت له غبرګون سره مخ شو او د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ترې غوښتنه وکړه،چې د خپل هېواد غم دې وخوري او افغانستان خپل کسان لري،چې استازیتوب یې وکړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist