د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان السعود چې د افغانستان په اړه یې د اسلامي همکاریو سازمان په ځانګړې ناسته کې خبرې کولې وویل، افغانستان کې روان وضعیت نه یوازې د افغانانو لپاره ستونزه ده، بلکې د سیمې او نړۍ د امنیت لپاره هم ګواښ کېدای شي.
فرحان، د بشري حقونو په ځانګړي توګه د ښځو د حقونو پر موضوع ټینګار وکړ او زیاته یې کړه،چې هېواد یې افغانستان سره په هره برخه مرستې کولو ته چمتو دی.
بل پلو د اسلامي همکاریو سازمان سرمنشي حسین ابراهیم طه وویل، د افغانستان د ستونزې د تلپاتې حل لپاره باید سیاسي لار ولټول شي.
ابراهیم طه وویل، نړۍ اندېښنه لري،چې افغانستان د ترهګرو لپاره پر پټن ځای بدل نه شي، نو په وینا یي په کار ده،چې د دې وېرې د له منځه وړلو لپاره سیمه ییزه او نړیواله همکاري وشي.
طه هیله څرګنده کړې،چې دا کنفرانس به له افغانستان سره د مرستو لپاره زمینه برابره کړي.