• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اسلامي همکاریو سازمان: په ټول قوت سره افغانستان کې له ټاکنو ملاتړ کوو

د اسلامي همکاریو سازمان ناستې پای؛ ګډونوالو له افغانستان سره پر بشري مرستو ټېنګار وکړ 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/12/20

د پاکستان په  پلازمېنه اسلام اباد کې  د سعودي عربستان په ابتکار رابلل شوې د اسلامي همکاریو سازمان  ناسته د یکشبنې پر ورځ د « ۱۴۰۰ کال د لېندۍ پر ۲۸ مه» پای ته ورسېده،چې  له پنځوسو زیاتو هېوادونو او سازمانو استازو په کې ګډون درلود.

د پاکستان لومړي وزیر د ناستې پرانستې په وینا کې وویل، د افغانستان خلک له کلونو راهیسې له بې وزلۍ سره مخ دي او په وینا یې په تېرو شلو کلونو کې په بهرنیو مرستو تکیه وو.

عمران خان خبرداری ورکړ، که نړۍ جدي اقدام ونه کړي،په دې هېواد کې روان بشري ناورین به لا پراخ او افغانستان به د ګډوډۍ خوا ته ولاړ شي.

نوموړي خبرداری ورکړ،چې د افغانستان اقتصادي سقوط په سیمه او نړۍ بد اغېز کولی شي او باید مخنیوی یې وشي.

خان زیاته کړه:« هر حکومت چې د خپلو استادانو، ډاکټرانو او دولتي مامورینو تنخوا نه شي ورکولی هغه به سقوط کوي. پر امریکا غږ کوم،چې د طالبانو د حکومت موضوع دې د افغانستان د خلکو له برخلیک جلا وساتي .طالبانو ډاډ راکړی دی،چې د بشري حقونو او نورو برخو کې شرطونه مني، خو نړۍ باید پوه شي،چې بشري حقونه او د ښځو حقونه هر کلتور کې جلا مانا لري.»

سعودي عربستان چې د دې کنفرانس ابتکار یې کړی  دی، د بهرنیو چارو وزیر یې شهزاد فیصل بن فرحان السعود په خپله وینا کې وویل،‌ سعودي‌ عربستان په افغانستان کې د روان وضعیت په اړه جدي اندېښنه لري.

السعود  زیاته کړه:« نننۍ ناسته  د افغانستان خلکو ته ښکاره پیغام ورکوي،چې اسلامي همکاریو سازمان افغانستان کې له بشري ناورین خبر دی او نړیواله ټولنه یې باید په سملاسي توګه د مخنیوي لپاره ګامونه پورته کړي.»

د اسلامي همکاریو د سازمان سکرتر جنرال ابراهیم حسین طه بیا دا کنفرانس د افغانانو لپاره مهم وباله او پر ټولو غړو هېوادونو یې غږ وکړ،چې د افغانانو د خیر او ښه والي لپاره ګډ کار وکړي.

طه  زیاته کړه:« په افغانستان کې ټولې سیاسي ډلې باید د روغې جوړې او مذاکراتو لار غوره کړي. بشري حقونو ته درناوی وشي او ټول کورني او بهرنی اړخونه پر ګډه باید  د افغانانو د خیر لپاره ګډ کار وکړي.»

خو د ترکیې غوښتنه بیا پدې نایسته کې له طالبانو نه د ټول شموله حکومت وه. د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغالو ناسته کې ته د وینا پر مهال وویل، طالبانو ته یې مشوره دا ده،چې ټولګډونی حکومت جوړ کړي، ښځو ته د کار او نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي.

اوغلو   زیاته کړه:« په افغانستان کې د ثبات لپاره باید له طالبانو سره پر ګډه کار وشي، د افغانستان  له خلکو سره مرسته د دې سازمان اخلاقي او دیني دنده ده او د اسلامي همکاریو سازمان باید له افغانستان سره د نړیوالو مرستو بهیر کې فعال رول ولوبوي.افغانستان کې د اقتصادي سقوط مخنیوی اړین دی او باید د مالي مرستو رسولو او بانکي نظام فعالولو لارې چارې ولټول شي.»

د افغانستان د بهرنیو چارو چارسمبالي وزیر  امیرخان متقي بیا اسلامي هېوادونو ته ډاډ ورکړ،چې له افغانستانه  به هیچاته ګواښ نه پېښېږي او په وینا یې د افغانستان انزوا د چا پر ګټه نه ده.

متقي زیاته کړه:« ټول پوهیږو،چې د افغانستان سیاسي انزوا د هېچا پر ګټه نه ده نو بناء د ټولو مسوولیت دی،چې له رامنځ ته شوي ثبات سره مرسته وکړو او په سیاسي او اقتصادي  ملاتړ یې تقویه کړو.

افغانستان اوس مهال د امنیت له اړخه خوندي هېواد دی. موږ هېله من یو،چې منطیقوي پروژو کارونه ژر پیل شي.»

د اسلامي همکاریو  سازمان کې د افغانستان د ملي بېرغ لاندې څوکۍ خالي وه او د بهرنیو چارو چارسمبالی  وزیر ځای بدل و.

د اسلامي همکاریو له سازمان زیاته تمه دا وه،چې د افغانستان نوی حکومت باید پر رسیمت وپیژني،خو په دې اړه هېڅ یوه هېواد یادونه ونه کړه.

د د افغانستان په اړه  د اسلامي‌همکاریو سازمان دویمه ناسته وه،چې په اسلام‌اباد کې ترسره شوه.  

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

پر ايران د اسرایيلو بريد هلته مېشت افغانان اندېښمن کړي
افغانستان

پر ايران د اسرایيلو بريد هلته مېشت افغانان اندېښمن کړي

جون 15, 2025
هرات کې د لوی اختر په درېیو ورځو کې شاوخوا ۲۰۰ ټرافيکي پېښې شوې
افغانستان

هرات کې د لوی اختر په درېیو ورځو کې شاوخوا ۲۰۰ ټرافيکي پېښې شوې

جون 14, 2025
کورنیو چارو وزارت: د داعش پاکستاني او تاجیکستاني غړي د افغانستان په پېښو کې ښکېل دي
افغانستان

کورنیو چارو وزارت: د داعش پاکستاني او تاجیکستاني غړي د افغانستان په پېښو کې ښکېل دي

جون 14, 2025
سراج الدین حقاني د اسلامي او ملي ګټو د خوندیتوب لپاره د ولس پر یووالي ټینګار کړی
افغانستان

سراج الدین حقاني د اسلامي او ملي ګټو د خوندیتوب لپاره د ولس پر یووالي ټینګار کړی

جون 14, 2025
موټر چلوونکي د مزار- سمنګان لویې لارې د بیارغونې غوښتنه کوي
افغانستان

موټر چلوونکي د مزار- سمنګان لویې لارې د بیارغونې غوښتنه کوي

جون 12, 2025
خليلزاد: تاشکند له کابل سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پیاوړي کول غواړي
افغانستان

خليلزاد: تاشکند له کابل سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پیاوړي کول غواړي

جون 12, 2025

وروستي خبرونه

پر ايران د اسرایيلو بريد هلته مېشت افغانان اندېښمن کړي

پر ايران د اسرایيلو بريد هلته مېشت افغانان اندېښمن کړي

جون 15, 2025
هرات کې د لوی اختر په درېیو ورځو کې شاوخوا ۲۰۰ ټرافيکي پېښې شوې

هرات کې د لوی اختر په درېیو ورځو کې شاوخوا ۲۰۰ ټرافيکي پېښې شوې

جون 14, 2025
شریف: په راستنېدونکو کډوالو کې د پولیو ناروغي زیاته ده

شریف: په راستنېدونکو کډوالو کې د پولیو ناروغي زیاته ده

جون 14, 2025
کورنیو چارو وزارت: د داعش پاکستاني او تاجیکستاني غړي د افغانستان په پېښو کې ښکېل دي

کورنیو چارو وزارت: د داعش پاکستاني او تاجیکستاني غړي د افغانستان په پېښو کې ښکېل دي

جون 14, 2025
سراج الدین حقاني د اسلامي او ملي ګټو د خوندیتوب لپاره د ولس پر یووالي ټینګار کړی

سراج الدین حقاني د اسلامي او ملي ګټو د خوندیتوب لپاره د ولس پر یووالي ټینګار کړی

جون 14, 2025
اسراییلو د ایران په پلازمېنه او ګڼ شمېر نورو ښارونو هوايي برېدونه کړي

اسراییلو د ایران په پلازمېنه او ګڼ شمېر نورو ښارونو هوايي برېدونه کړي

جون 14, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist