Skip to content
د اسلامي هېوادونو سازمان کې د ملګرو ملتونو استازي ویلي،د افغانستان په تړاو د یاد سازمان له هرې پریکړې ملاتړ کوي.
دغه استازي دا څرګندونې نن په اسلام اباد کې د اسلامي همکاریو سازمان په ناسته کې وکړې.
د اسلامي همکاریو سازمان په ننۍ ناسته کې د افغانستان څوکۍ خالي ده او د اسلامي امارت بهرنیو چارو چارسمبالي وزیر چې دغه غونډه کې ګډون لري،جدا ځای کې ناست دی.
نن د پاکستان مرکز اسلام اباد کې د سعودي عربستان په مشرۍ د افغانستان په تړاو د اسلامي همکاریو سازمان غونډه روانه ده.
دغې ناسته کې د ګډون لپاره د غړو هېوادونو سربیره د چین، روسیې، جرمني او ځینی نورو اروپايي هیوادونو او د یوشمېر مرستندویه نړیوالو بنسټونو استازو په ګډون د نږدې ۹۰ هېوادونو او سازمانونو۴۳۷ استازي برخه اخلي.
پاکستان کې افغان سفارت ویلي، دغه ناسته افغانانو لپاره پر بشري مرستو، د افغانستان کنګل شویو پیسو ازادیدل، د نړی له لوري د اسلامي امارت په رسمیت پیژندو او نورو اړوندو موضوعاتو باندې راڅرخي.