خروټی وايي:« موږ له نړۍ سره د تعامل پر اساس به په ډېری هېوادونو کې د افغان مهاجرينو د سرشمېرنې او د هغوی د ستونزو حل په موخه دفترونه پرانیزو.»
يادې ناستې ته د بهرنیوچارو وزارت سياسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي وویل،له سياسي تحول مخکې او وروسته ټول هغه کسان چې تازه کډوال شوي کولای شي،خپل هېواد ته راستانه شي او له دوی سره کډ کار وکړي.
ستانکزي زیاتوي:« او يا هغه په غلط شکل باندې استعمالوي. راشئ! نن د اسلامي امارت غېږ، د افغانستان غېږ ستاسې له پاره خلاصه ده. خپل هېواد ته راستانه شئ. موږ به مو امنیت ونیسو. موږ به درته زمینه برابره کړو. دلته سوله ییز ژوند وکړئ. په هر مسلک او هره رشته کې چې پوهيږئ، موږ به کار درنه واخلو.»
ستانکزي د ایران او پاکستان هېوادونو پر چارواکو هم غږ وکړ،چې له افغان کډوالو سره دې ښه چلن وکړي او د ستونزو په حل کې دې ورسره مرسته وکړي.
ستانکزي زیاته کړه:« نن د دې کنفرانس له لارې زه پر خپلو ګاونډو هېوادونو او په ځانګړي ډول ايران او پاکستان غږ کوم،چې کوم مهاجرين زموږ په دې هېوادونو کې دي، له هغوی سره د مهاجرینو د بين المللي قانون پر اساس باندې ښه رويه وکړئ.»
د مالوماتو له مخې،اوس مهال نږدې ۱۰ ميلیونه افغان مهاجر په بهرنيو هېوادونو کې اوسېږي،چې له ډلې يې شپږ میلیونه يوازې په ايران او پاکستان کې دي.