Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کارپوهان: ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولۍ پریکړه دې افغان ولس ته پریښودل شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/12/18

د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، تېر نظام په اصل کې وجود نه لري او شته نظام د نړیوالو له لوري د لازم مشروعیت جوګه شوي نه دي،نو ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولۍ دا پریکړه دې ولس ته پریښودل شي.

د سیاسي چارو کارپوه اجمل سهېل وايي:« دغه د ملګرو ملتونو نمایندګي نه د طالبانو پورې اړه لري ځکه هغوی او د هغوی کړنې د نړیوالو له لوري قانوني مشروعیت نه لري او نه د تېر حکومت پورې اړه لري ځکه هغه په اصل کې وجود نه لري نو دا څوکۍ دې ولس ته ورکړل شي چې هغوی د یوې جرګې له لارې ورته وړ کس وټاکي.»

وروسته له هغې چې په ملګرو ملتونو کې د جمهوریت استازي غلام محمد اسحاقزي استعفاء ورکړه،دغه څوکۍ ته د سرپرست په توګه نصیر احمد فایق وټاکل شو.

نصیر احمد فایق تر دې وړاندې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ د مستشار دنده پر مخ وړله.

د اسلامي امارت له لوري په ملګرو ملتونو  کې د افغانستان استازولۍ ته ور پیژندل شوي استازي  سهیل شاهین بیا ملګري ملتونه ننګولي،چې هغوی په بې پریتوب پیژندل کیږي او اوس یې باید ثابت کړي.

شاهین زیاته کړې:« ملګري ملتونه داسې یو نړیوال بنسټ دی،چې د خپل بې پریتوب لپاره پیژندل کېږي. هېله ده،چې هغوی دغه څوکۍ د اوسني حکومت استازي ته وسپاري او په دې سره خپل بې پرې توب ثابت کړي.»

یو شمېر نور بیا په دې اند دي،چې نصیر احمد فایق د ملګرو ملتونو له لوري غوره شوی او اسلامي امارات دې ځان د دې جوګه کړي،چې د نړیوالو له لوري ومنل شي، بیا دې ملګرو ملتونو ته استازی واستوي.

اسلامي امارات او په ځانګړې توګه د هغوی له لوري دغې څوکۍ ته پیژندل شوي استازي سهیل شاهین تر دې وړاندې د اسحاقزي د شتون پر وړاندې هم څو ځل پرخپله ټویټر پاڼه توند غبرګون ښودلی وو.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist