د سیاسي چارو کارپوهان وايي،د اسلام اباد په ناسته کې به د اسلامي همکاریو سازمان له افغانستان د بشري مرستو په برخه کې خپله همکاري اعلان کړي،خو له اسلامي امارت به ځنې غوښتنې هم ولري.
دوی وايي، دغه سازمان زیات واک نه لري او په حقیقت کې دخپلو غړو هیوادونو دګټو لپاره کار کوي .
کارپوه هدایت حنیف شینواری وايي:« د اسلامي همکاریو سازمان چې د ملګروملتونو د نړیوال سازمان وروسته چې دویم لوی بین الحکومتي سازمان دی،چې دا مهال په اسلام اباد کې۵۷هېوادونه سره راټولیږي،چې د بشري مرستو اعلان به وکړي او له افغان حکومت به ځنې غوښتنې هم ولري. د هر سازمان په څېر د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان هم یوه همکارهاداره ده،خو یو واکمنه اداره نه ده او په حقیقت کې د ۵۷ هېوادونو د رسمي ګټو لپاره عمل کوي.»
یو شمېر نور بیا په دې اند دي،چې دغه سازمان په تیر کې هم د نورو نړیوالو سازمانونو تراغیز لاندې و او موثر نه دی تمام شوی.
دوی وايي، اسلامي امارت ته په کار د، چې د سازمان له غړو هېوادونو سره جلا جلا خبرې وکړي او د افغانستان په تړاو یې خپل مسولیت ته متوجه کړي.
کارپوه عبدالحق حماد وايي:« د اسلامي همکاریو د سازمان ناسته له دې امله زیاته مهم ده،چې په دې سازمان کې ټول اسلامي هېوادونه غړیتوب لري او اسلامي هېوادونه بې شمیرهمشترکات لري،خو دغه سازمان د نړیوالو سازمانونو تر تاثر لاندې دی او ډېر موثر نه دی تمام شوی. اسلامي امارت لپاره غوره دا ده، چې د دغه سازمان له غړو سره انفرادي ناستې ولري او هغوي وهڅوي،چې د افغانستان په موضوع کې خپل مسولیت ادا کړي.»
کارپوهان وايي، د اسلامي هیوادونو په ناسته کې به د افغانستان په تړاو ښې خبرې او بحثونه وشي،خو هېڅ اسلامي هېواد به د نوي نظام رسمیت پیژندنې ته حاضر نه شي.
کارپوه طارق فرهادي وايي:« اسلامي هېوادونه له دې امله نارامه دي،چې دوی د ښځو د کار او تحصیل په برخه کې واضع دریځ لري او د طالبانو تر پوښښ لاندې دغې مسلې ته چندانې توجه نه ده شوې،نو په حقیقت کې د اسلامي امارت استازي په اسلام باد کې نورو اسلامي هېوادنو له سره به د منطق په جګړه کې ښکیل شي. په دې ناسته کې خوږې خبرې کیږي،خو په اخر کې هېڅ اسلامي هېواد به اسلامي امارت پر رسمیت ونه پیژني او که اقتصادي مرستې هم وکړي،ډېرې ناچیزې او کمې به وي.»