د پکتیا ولایت د پټان ولسوالۍ په بازار کې د قومي مشرانو له لوري د مرستې راټولولو لپاره دغه صندوق ایښودل شوی او موخه یې سیمه کې له بې وزله کورنیو سره مرسته کول دي.
قومي مشران وایي، له دغه صندوقه به هره اوونۍ کلیو او بانډو کې پر بې وزله کورنیو نقدي پیسې، خوراکي او نور توکي وېشل کېږي.
د پټان ولسوالۍ یو تن قومي مشر وايي:« پټان ولسوالۍ کې د ټولو قومونو له لوري دغه خېره صندوق ایښودل شوی او موخه کلیو او بانډو کې له بې وزلو کورنیو سره مرسته کول دي.»
د پټان ولسوالۍ یو بل قومي مشر بیا وايي:« دا صندوق د دې لپاره ایښودل شوی،چې سیمه کې بې وزله کورنۍ بیخي زیاتي شوي،تر څو له هغوی سره مرسته وشي.»
قومي مشران له مرستندویه بنسټونو او سوداګرو غواړي،چې د دغه صندوق له لارې دې پټان ولسوالۍ کې له بې وزله کورنیو سره مرسته وکړي.
د پټان ولسوالۍ یو تن قومي مشر وايي:« زموږ له مرستندویه بنسټونو او سوداګرو دا هېله ده،چې پټان ولسوالۍ کې دې د دغه صندوق له لارې بې وزله کورنیو ته خپلې مرستې ورسوي.»
د پټان ولسوالۍ یو بل قومي مشر وايي:« زما یوه غوښتنه دا هم ده،چې د ولسوالۍ له مسوولینو سره په همغږۍ که له هر بار وړونکي موټر سل سل افغانۍ واخېستل شي،د بې وزله کورنیو لاسنیوی پرې کېدی شي.»
دیني عالمان له خلکو غواړي،چې د دغه صندوق او همدا راز په فردي ډول دې پټان ولسوالۍ کې بې وزله کورنیو ته د خپل خیرات او صدقې پیسې ورسوي.
د پټان ولسوالۍ یو تن دیني عالم وايي:« زکات چې الله پاک واجب کړی،یوه لویه زریعه د محبت ده. د زکات ورکول د خلکو تر منځ محبت زیاتوي او د کوم پروګرام چې پیل شوی یقینا چې د خلکو تر منځ د محبت نښه ده.»