• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

پکتیا:اریوب ځاځیو ولسوالۍ اوسېدونکي د شوکاڼي قانوني استخراج غوښتنه کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/12/18

په سوېل کې د پکتیا اریوب ځاځیو اوسېدونکي وايي، په  دغه ولسوالۍ کې د هېواد د نورو سېمو پر څېر د بې روزګارۍ کچه لوړه ده او که کان په قانوني ډول استخراج شي،ګڼو کسانو ته به د کار زمینه برابره شي. 

د اریوب ځاځيو ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی وايي:«حکومت باید د کان قانوني کېدو ته توجه وکړي او دا هم د حکومت مسوولیت دی،چې که په ناقانونه ډول استحراج کېږي، مخنیوی یې وکړي.»

د اریوب ځاځیو ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی بیا وايي:« تېر حکومت کې خلک اردو او پولیسو کې مصروف وو، نوي حکومت تر اوسه پورې  ورته د کار زمینه نه ده برابره کړې او دا کان باید په قانوني ډول استحراج شي.» 

اریوب ځاځیو کې کرنیزې ځمکې کمې دي او د نورو سیمو په څېر دغه ولسوالۍ کې هم د بې روزګارۍ کچه لوړه ده، اوسېدونکي یې وايي، که کان په قانوني ډول استخراج شي، ګڼو کسانو ته به د کار زمینه برابره شي .

د اریوب ځاځیو ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی وايي:« دلته بې روزګاري بیخي ډ‌ېره ده. کرنیزې ځمکې کمې لرو،ټول ځنګلونه دي او باید د دغه کان قانوني استخراج پیل شي،ترڅو خلک مصروف شي.»

د اریوب ځاځيو ولسوالۍ یو تن بل اوسېدونکی بیا وايي:« د هر کار لپاره عملي اقدام په کار دی، که څه هم اسلامي امارت د کان قانوني استخراج په اړه پلان لري،خوهېله   مو دا ده،چې د کاغذ پر مخ نه وي او عملي اقدامات وشي.» 

بل پلو د اریوب ځاځیو ولسوال ظاهرګل  وايي، د کان قانوني استخراج په اړه یې د خلکو عریضې تر لاسه کړي او نږدې راتلونکې کې به یې په قانوني ډول استخراج پیل شي.

ظاهر ګل زیاته کړه:« د شوکاڼي په اړه مو د خلکو عریضې تر لاسه کړي دي. اسلامي امارت یې په قانوني ډول د استخراج پلان لري او دا استخراج به نږدې راتلونکي کې پیل شي او خلک به په کې کار کوي.»

د شوکاني کان ډیورنډ کرښې ته څیرمه زغنې سیمه موقیعت لري او داسې اندیښنې شته، چې په ناقانونه ډول یې اسختراج کېږي. 

خو د اریوب ځاځیو ولسوالۍ  مسوولین په ناقانونه ډول د کان استخراج ردوي او وایي، د دوی د ځواکونو له لوري یې په بشپړ ډول مخنیوی شوی دی.

ShareTweetShareSendSend

Related News

موټر چلوونکي د مزار- سمنګان لویې لارې د بیارغونې غوښتنه کوي
افغانستان

موټر چلوونکي د مزار- سمنګان لویې لارې د بیارغونې غوښتنه کوي

جون 12, 2025
خليلزاد: تاشکند له کابل سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پیاوړي کول غواړي
افغانستان

خليلزاد: تاشکند له کابل سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پیاوړي کول غواړي

جون 12, 2025
میرضیایف: د افغانستان ثبات او اقتصادي پرمختګ د سیمې پرمختګ لپاره مهم فکټور دی
افغانستان

میرضیایف: د افغانستان ثبات او اقتصادي پرمختګ د سیمې پرمختګ لپاره مهم فکټور دی

جون 12, 2025
فطرت: نړۍ سره د تعامل لپاره د سفر بندیزونو لرې کول اړین دي
افغانستان

فطرت: نړۍ سره د تعامل لپاره د سفر بندیزونو لرې کول اړین دي

جون 12, 2025
اوچا: د ۲۳ میلیونه اړمنو افغانانو لپاره څه باندې ۲ میلیارد ډالرو ته اړتیا لرو
افغانستان

اوچا: د ۲۳ میلیونه اړمنو افغانانو لپاره څه باندې ۲ میلیارد ډالرو ته اړتیا لرو

جون 12, 2025
هلوټرسټ: له ۶ میلیونو زیات افغانان په ماین پوښلو سیمو کې ژوند کوي
افغانستان

هلوټرسټ: له ۶ میلیونو زیات افغانان په ماین پوښلو سیمو کې ژوند کوي

جون 12, 2025

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist