په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ ته د اسلامي امارت نوماند سهیل شاهین ویلي، ملګري ملتونه بې پرېتوب نه ساتي او افغانستان کې د لانجو اوږدول غواړي.
شاهین په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازي پر څوکۍ د سرپرست په توګه د نصیر احمد فایق ګومارنه د اصولو خلاف بللې ده.
شاهین ویلي، که ملګري ملتونه ریښتیا بې پرې وي، نو باید دغه څوکۍ د اسلامي امارت استازي ته وسپاري.
نوموړي ویلي، د دې څوکۍ سپارل داسې کس ته چې نه حاکمیت لري او نه هم له اوسني حکومت استازیتوب کوي، د اصولو خلاف دي.
هغه له ملګرو ملتونو غوښتي، چې نور دې دغه مساله نه غځوي او اصولو ته دې ژمن شي.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازي غلام محمد اسحاقزي له استعفاء وروسته په ملګرو ملتونو کې د افغانستان رسمي سیاسي استازولۍ په خپله ټویټرپاڼه د فایق ټاکنه تائید کړې ده.