د زابل ولایت د ټولګټو چارو ریاست چارسمبالی ملا محمد قاسم وايي، د زابل اړوند د کابل – کندهار لویې لارې د تخریب شویو پلونو د بیا رغولو چارې پيل شوي،چې ۵۰ سلنه مخ ته تللي او راتلونکو درېیو میاشتو کې به یې ټولې چارې بشپړې شي.
قاسم وايي، پر دغو پلونو به څه باندې ۱۳میلیونه افغانۍ لګښت راشي.
د قاسم په خبره، د پلونو د بیا رغونې په دغه لویه پروژه کې د سيمې خلکو ته هم د کار زمینه برابره شوې ده.
قاسم زیاته کړه:« د غه پلونه د زابل ولایت اړوند دي، په تېرو جګړو کې وران شوي وو، اوس د اسلامي امارت په مالي لګښت او غوښتنه له سره رغول کېږي. په راتلونکې کې به د وران شویو عامه تاسیساتو د بیا رغونې کارونه هم پیل کړو.»
په همدې حال کې د دغې لويې لارې موټر چلوونکي او مسافر د دغو پلونو د بیا رغونې په پیل خوښ دي او وايي، په دې سره به یې د مزل واټن او وخت راکم شي.
د کندهار کابل د لویې لارې یو تن موټر چلوونکی وايي:« موږ ډېر خوشاله یو،ځکه چې د خرابو پلونو او ورانو لارو له امله مو د سفر واټن زیات او ستونزمن و. زموږ غوښتنه داده،چې د دغې لویې لارې ټول وران شوي پلونه دې بیا ورغول شي.»
کندهار – د کابل لويه لاره چې ۴۸۳ کيلومتره اوږد والی لري،د افغانستان دوه تر ټولو لوی ښارونه کابل او کندهار د ميدان ښار، سيداباد، غزني، او کلات له لارې له يو بل سره نښلوي او د هېواد د ملي سوداګریز سیسټم د حلقوي سړک یوه مهمه برخه هم ګڼل کېږي.