د بهرنیو چارو چارسبمالی وزیر امیرخان متقي واي:« زموږ مشخصي غوښتنې به دا وي،چې له دوی سره مو اړیکې نارمل شي، له افغانستان سره د مرستو لپاره د اسلامي همکاریو د سازمان په چوکاټ کې یو وجهي صندق جوړ شي،هڅه به وکړو،چې اسلامي هېوادونه په افغانستان کې پانګونه وکړي او زموږ زیات کوشش به دا وي،چې له دوي سره اړیکې ټینګې کړو او کابل کې خپل سیاسي دفترونه پرانیزي. هېله ده،چې د دغې ناستې پایلې به ډېرې ښیې وي.»
د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو سازمان په ناسته کې د ګډون لپاره د یاد سازمان د غړو هېوادونو استازي اسلام اباد ته رسېدلي او د افغانستان په استازیتوب به د بهرنیو چارو چارسمبالی وزیر امیرخان متقي په کې ونډه واخلي .
د سیاسي چارو شنونکي وايي، د اسلامي هېوادونو له لوري د افغانستان نوي نظام په رسمیت نه پیژندلو لامل په کابل کې د ښځو حقوقو ته نه ژمنتیا ده او د اسلام اباد په ناسته کې به له اسلامي امارته غوښتنه دا وي،چې د ښځو په برخه کې خپل دریځ بدل کړي.
شنونکی طارق فرهادي وايي:« په اسلام اباد کې به د اسلامي هېوادونو استازي د تړلو دروازو ترشاه به اسلامي امارت ته وايي،هغه محدودیتونه چې پر ښځو او د هغوی پر ژوند یې وضع کړي دي معتبر اسلامي بنیاد نه لري او باید طالبان په دغه برخه کې خپل چلن بدل کړي. همدا دلیل دی،چې هېڅ اسلامي هېواد د طالبانو حکومت پر رسمیت نه دی پیژندلی.»
په ټوله کې د اسلامي همکاریو د سازمان ناسته ګټوره یادېږي او غوښتنه داده،چې اسلامي امارت باید د دغه سازمان د غړو هېوادونو قناعت ترلاسه او د مرستو ژمنه ترې واخلي.
شنونکی عزیز معارج وايي:« داسې ناستې،چې اجنډا یې د افغانستان په تړاو وي او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ته هم په کې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده او افغانستان دولت وشي کولای، چې ښه دریځ ونیسي. دغو هېوادونو ته قناعت ورکړي،چې د بشري ناورین د مخنیوي،اقتصادي وضعې او د رسمیت پیژندنې په برخه کې به د افغانستان لپاره زیات ګټور وي.»
د ډيسمبر په نولسمه به د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د اسلامي همکاریو سازمان ناسته جوړه شي اوپه دغه ناسته کې به د ټرویکا پروسې غړي هېوادونه هم ونډه واخلي او ګمان دا دی،چې له دغې ناستې وروسته به د افغانستان په تړاو د ټرویکا پروسه هم ناسته جوړه کړي.