خو د کډوالو چارو ادارې چارسمبالی نور آغا حیدري د غربت ځپلو کسانو دا ادعاوې ردوي او وايي، له بې وزلو کورنیو سره د مرستو لړۍ یې د همکاره موسسو پر مټ پیل کړې او تر دا مهاله یې تر ۱۰۰۰ له زیاتو کورنیو سره د خوراکي توکو او نغدو پيسو مرستې کړي دي.
حیدري زیاته کړه:« موږ د ټولو همکارو موسسو مسوولین دلته د کډوالو ریاست ته راوغوښتل. له دوی مو غوښتنه وکړه،چې له غربت ځپلو کورنیو سره مرستې وکړي، د موسساتو مسوولینو له موږ سره ژمنه وکړه، چې د مرستو لړۍ به پيل کوي. اوس هماغه د مرستو لړۍ پيل شوې او اوس هم دوام لري.»