کرزي ویلي، ده طالبانو ته بلنه ورکړه،چې کابل ته دننه شي او د ګډوډیو او چور مخه ونیسي.
هغه ویلي، له هغې وړاندې طالب مشرانو ډاډ ورکړی وو،چې سرتېري به یې کابل ته د جنګ له لارې نه دننه کېږي او سیاسي جوړجاړی به کوي، خو په وینا یې د اشرف غني تېښتې حالت ګډوډ کړل.
کرزي ویلي، دی ناچار شو او بله لاره نه وه، نو طالبانو ته یې بلنه ورکړه،چې کابل ته راشي او د چارو واګي په لاس کې واخلي.
نوموړي ویلي، که ولسمشر غني هېواد کې پاتې شوی وای، ډېر احتمال وو،چې له طالبانو سره جوړجاړی وشي او نظام پر ځای پاتې شي،ځکه په خبره یې دوحه کې طالب مشران هم همدې ته په تمه وو.
کرزی وروسته له هغې دا خبرې کوي،چې لا هم امریکا بهانه کوي،چې طالبان کابل ته د جنګ له لارې دننه شوي او د اصول خلاف عمل یې کړی.