Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د پاکستان ولسمشر: د افغانستان له  ښوونیز سکتوره  ملاتړ کوو 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/12/16

د پاکستان ولسمشر عارف علوي د اسلامي امارات د لوړو زده کړو وزارت چارسمبالي وزیر عبدالباقي حقاني په ګډون اسلام‌اباد ته تللي پلاوي سره د ناستې پر مهال ویلي، د افغانستان له  ښوونیز  سکتوره ملاتړ کوي.

علوي زیاتوي:«پاکستان به د خپلو ټولو امکاناتو په کارولو سره د افغانستان ښوونیز له سکټور پرمختګ، ظرفیت لوړونې او تعلیمي بنسټونو ملاتړ وکړي او دغه ملاتړ به یې لا نور هم دوام وکړي.»

علوي د دغې ناستې په ترڅ کې د دواړو هېوادونو د پوهنتونو ترمنځ د همغږۍ ترڅنګ د هغو ۱۱ میلیاردو پاکستانۍ کلدارو د مرستې ژمنه هم تازه کړه،چې پاکستان یې د افغانستان له تحصیلي سکتور سره کوي.

علوي پر نړیوالو غږ وکړ،چې له افغانستان سره خپلې بشري مرستې زیاتې کړي.

علوي زیاتوي:«افغانستان له ډېر بد وضعیت د تېریدو په حال کې دی او نړیواله ټولنه باید د بشري ناورین د مخنیوي او د ژوند ژغورنې لپاره افغانانو سره اقتصادي او بشري مرستې وکړي.»

اخوا د پاکستان لومړي وزیر عمران خان هم د اپکس کمیټي په نوم ناسته کې چې د افغانستان په تړاو جوړه شوې وه،پر نړیوالو یې غږ وکړ،چې د افغانستان منزوي کول به د  ټولو پر زیان وي او د نړۍ یو هېواد به یې له بدو اغېزو خوندي پاتې نه شي.

خان وايي:« نړیواله ټولنه باید افغانستان منزوي نه کړي او له پامه یې ونه غورځوي او د مستحقو افغانانو ملاتړ دې وکړي،ځکه که وضعیت همداشان دوام وکړي،نو دا زیان به یې ټولې نړۍ ته ورسیږي.»

د افغانستان په تړاو د اپکس کمیټې په کنفرانس کې د پاکستان  د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ترڅنګ د پاکستان د کابینې ګڼو وزیرانو ګډون کړی وو.

د پاکستان لومړي وزیر او ولسمشر داسې مهال له افغانستان سره د بشري مرستو غږ وکړ، چې وړمه ورځ یې هم د تورخم له لارې د ۵ میلیارده کلدارو په ارزښت بشري مرستې افغانستان ته راواړول شوې.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist