Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د ملګرو ملتونو  بشر حقونو ادارې اسلامي امارت ځواکونه پر صحرايي محاکمو تورن کړل

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/12/16

د ملګرو ملتونو د بشر حقونو ادارې په افغانستان کې له بشري حقونو د سرغړونو په اړه  راپور خپور کړی دی. 

د یادې ادارې مرستیالې ندا النشیف د یاد راپور په ‌تړاو پر خپلو تازه خبرو کې ویلي، له اګسټ میاشتې راپدېخوا افغانستان کې د تیر حکومت  چارواکي او نظامیان پرته له محاکمې وژل شوي دي.

 النشیف ویلي، یوازې په اګسټ او نومبر میاشتو کې سل کسان صحرايي محاکمه شوي،چې د شواهدو له مخې ۷۲ وژنې یې د طالبانو له لوري ترسره شوي دي.

النشیف زیاته کړې:« د اګسټ  او نومبر میاشتو  ترمنځ موږ داسې باوري تورونه تر لاسه کړي،چې د تېر حکومت افغان ځواکونو او نور چارواکي سل تنه وژل شوي دي. په دغو کسانو کې د ۷۲ تنو وژنې له  طالبانو پورې تړلې دي.» 

النشیف ویلي، دغه وژنې داسې مهال کېږي،چې اسلامي امارات واک ته له رسېدو سره عمومي بښنه اعلان کړې ده. 

د هغې په خبره، یوازې په ننګرهار ولایت کې په تېرو درې میاشتو کې  له داعش وسله ‌والو سره د اړیکو په تور ۵۰ تنه وژل شوي دي.

النشیف     زیاتوي:« یوازې په ننګرهار ولایت کې ۵۰  تنه له محاکمې پرته له داعش وسله والو سره د اړیکو په تور وژل شوي دي. دغه وژنې د اعدام  او سر پرې کولوپه څېر په ډېرې بې رحمانه توګه ترسره شوې وې او په عامه ځایونو کې یې جسدونه لیدل شوي دي.» 

خو کورنیو چارو وزارت   بیا دا راپور ردوي او وايي:« موږ دا راپور ردوو. دا راپور په بې اساسه ادعاوو ولاړ دی. په دې راپور کې له هغه چا مالومات اخېستل شوي،چې له اسلامي‌امارت سره دښمني لري. که ملګري ملتونه اسناد او شواهد لري، ولې یې له موږ سره له شریکولو ویرېږي؟»

اخوا د بښنې نړیوال سازمان په تازه راپور کې هم  اسلامي امارت په ورته وژنو تورون کړی او ویلي یې دي،چې په تېرو څلورو میاشتو کې د تېر حکومت یو شمېر نظاميان او لږکي شکنجه شوي او وژل شوي دي.

اسلامي امارات تر دې دمه د ملګرو ملتونو د دغه راپور په تړاو رسمي ځواب نه دی ورکړی خو تل یې دغه ډول راپورونه رد کړي او ټینګار لري،چې دوی عمومي بښنه کړې او څوک ترې سرغړونه نه شي کولای.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist