• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

حکیمي: د اسلامي امارت له لېکو په دوو میاشتو کې له یو نیم زر ډېر کسان اېستل شوي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/12/16

د افغانستان اسلامي امارت د صفونو تصفیې کمېسیون  مشر مفتي لطف الله حکیمي وايي، په تېرو  دوو میاشتو کې د اسلامي امارت له لېکو  ۱۵۸۴  کسان اېستل شوي دي.

حکیمي وايي، په دې برخه کې له جديت کار اخلي او د هېچا خاطر نه کوي.

حکيمي  زیاته کړه:« موږ په دې موده کې په ټولو ولایتونو کې دفترونه فعال کړل،په ۳۴ ولایتونو او وشو مو کولای،چې له مرکزي دفتر سره یې وتړو.موږ ته هره ورځ ريپورټونه راکول کیږي. نوي نوي ارقام راکول کیږي. د نن ورځې کوم ارقام چې دي،ما سره راجمعه کړل، په ټول افغانستان کې له اول ورځې تر ننه پورې هغه ۱۵۸۴ کسان دي،چې د بېل بېلو جرمونو په تور له صفونو اېستل شوي دي.»

د حکيمي په خبره له پوځي ليکو نه په اېستل شويو کسانو کې ځينو له داعش ډلې سره اړيکې لرلې،ځینو نور له خلکو سره په ناوړه چلن تورن وو او پاتې نور د اسلامي امارت له اصولو سرغړونه کوله.

حکيمي وايي:« جرمونه مختلف دي، يو کې يې لیکلي چې فاسد و، فاجر و، بد اخلاقه و له ولس سره يې بد چلندکاوه، موږ تاسې پوهيږو،چې موږ ته ولس مالومات راکوي، نو هغوی ترې شکايتونه لري، نو دوی کې اکثره هغه خلک دي،چې بده سابقه لري او بله خبره به دا اضافه کړم،چې په دوی کې يې زياتره اوس په صفونو کې داخل شوي دي.»

د صفونو د تصفيې کميسيون مشر وايي،عام خلک دې، دې برخه کې له دوی سره مرسته وکړي،تر څو د اسلامي امارت پوځي لیکو نه ورانکاري او نامطلوب کسان وباسي.

حکيمي زیاتوي:« خلک په دقيقو مالوماتو راکولو سره موږ سره همکاري کولای شي، ما اوس هم ياده وکړه،چې موږ ته مالومات د ولس له لورې راکړل شوي دي، ولس چې له چا سر ټکوي،نو هغه بيا موږ تعقيبوو او له صفونو يې وباسو.»

دوه مياشتې وړاندې د صفونو د تصفيې کميسیون هغه مهال رامنځ ته شو،چې د اسلامي امارت یو شمېر سرتیري د خلکو په ځورولو، خپلسریو، له دندې په ناوړه ګټې اخیستنې او وهلو ټکولو لاس پورې کړ.

ShareTweetShareSendSend

Related News

موټر چلوونکي د مزار- سمنګان لویې لارې د بیارغونې غوښتنه کوي
افغانستان

موټر چلوونکي د مزار- سمنګان لویې لارې د بیارغونې غوښتنه کوي

جون 12, 2025
خليلزاد: تاشکند له کابل سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پیاوړي کول غواړي
افغانستان

خليلزاد: تاشکند له کابل سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پیاوړي کول غواړي

جون 12, 2025
میرضیایف: د افغانستان ثبات او اقتصادي پرمختګ د سیمې پرمختګ لپاره مهم فکټور دی
افغانستان

میرضیایف: د افغانستان ثبات او اقتصادي پرمختګ د سیمې پرمختګ لپاره مهم فکټور دی

جون 12, 2025
فطرت: نړۍ سره د تعامل لپاره د سفر بندیزونو لرې کول اړین دي
افغانستان

فطرت: نړۍ سره د تعامل لپاره د سفر بندیزونو لرې کول اړین دي

جون 12, 2025
اوچا: د ۲۳ میلیونه اړمنو افغانانو لپاره څه باندې ۲ میلیارد ډالرو ته اړتیا لرو
افغانستان

اوچا: د ۲۳ میلیونه اړمنو افغانانو لپاره څه باندې ۲ میلیارد ډالرو ته اړتیا لرو

جون 12, 2025
هلوټرسټ: له ۶ میلیونو زیات افغانان په ماین پوښلو سیمو کې ژوند کوي
افغانستان

هلوټرسټ: له ۶ میلیونو زیات افغانان په ماین پوښلو سیمو کې ژوند کوي

جون 12, 2025

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist