• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بلخ کې د برېښنايي پېژندپاڼو وېش لړۍ یو ځل بیا پيل شوه 

بلخ کې د برېښنايي پېژندپاڼو وېش لړۍ یو ځل بیا پيل شوه 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/12/16

د بلخ  ولایت احصايې رياست مسوول مولوي محمد نور وثیق  شمشاد ته وویل، په دغه ولایت کې د برېښنايي پېژندپاڼو وېش لړۍ پیل شوې ده. 

وثیق وايي، هره ورځ په دغه ولايت کې شااوخوا ۳۰۰  کسان د برېښنايي پېژندپاڼو لپاره نومونه ثبت کوي او په خبره یې، په همدې اندازه متقاضيان بايومټريک کېږي. 

وثيق  زیاته کړه:« په بلخ ولایت کې  درې مرکزه لرو.  دمګړی د يوه مرکز د پرانېستلو اجازه شوې ده. په همدې اوونۍ کې مو د نوم ثبتونې لړۍ پيل کړه،هره ورځ په اوسط ډول ۳۵۰ کسان فورمونه ډکوي او د ۲۹۰ شااوخوا کسان بايومټريک کوو.»

په ورته مهال مزارشریف ښار کې د بريښنايي پېژندپاڼو يو شمېر متقاضيان د يادې ملي پروسې پر بیا پيل خوښ دي.

د مزار شریف ښار یو تن اوسېدونکی سلمان وايي: « موږ ډېر خوشاله يو،چې د برقي پېژندپاڼو د وېش لړۍ پيل شوه. هره ورځ خلک راځي، نومونه ثبت کوي. له حکومته مننه،چې په منظم ډول يې دغه پروسه روانه کړې.»

د مزارشريف ښار یو بل  اوسېدونکی بیا وايي:« زه چې کله خبر شوم،چې د برېښنايي پېژندپاڼو وېش بيا پیل شوی،نو نن د ثبت نام لپاره راغلی یم. هېله لرم،چې د ناروغانو لپاره ژر پېژندپاڼې ورکړي.»

له دې سره بلخ کې د ټولنيزو چارو یو شمېر فعالان له حکومته غوښتنه کوي،چې دغه ولايت کې دې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش نور مرکزونه هم پرانېستل شي. 

چارواکي وايي، دمګړی د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش يو مرکز فعال شوی او د مرکز له امر وروسته به دوه نور مرکزونه هم پرانيزي. 

مزارشریف ښار کې ټولنیز فعال تاج الدين خرم وايي:«  د  اوس لپاره په مزار شریف ښار کې يو مرکز پرانېستل شوی دی. زه هېله من يم،چې دوه نور مرکزونه هم فعال شي،ځکه د خلکو تقاضاء زياته ده.»

د بلخ  احصايې ریاست مشرمحمد نور وثيق وايي:« موږ هم دا تائيدو،چې بلخ کې مراجعين زيات دي او يو مرکز بسنه نه کوي. د دوه نورو مرکزونو ټول وسايل هم اماده دي، چې کله له مرکزه امر وشي،نو نور مرکزونه هم فعالوو.»

افغانستان کې د مخکیني حکومت له سقوط او د نوي حکومت له رامنځته کېدو سره د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش مرکزونه تړل شوي وو؛ خو دمګړی د بلخ په ګډون په ډېری ولايتونو کې دغه پروسه بېرته پیل شوې ده. 

 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

موټر چلوونکي د مزار- سمنګان لویې لارې د بیارغونې غوښتنه کوي
افغانستان

موټر چلوونکي د مزار- سمنګان لویې لارې د بیارغونې غوښتنه کوي

جون 12, 2025
خليلزاد: تاشکند له کابل سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پیاوړي کول غواړي
افغانستان

خليلزاد: تاشکند له کابل سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پیاوړي کول غواړي

جون 12, 2025
میرضیایف: د افغانستان ثبات او اقتصادي پرمختګ د سیمې پرمختګ لپاره مهم فکټور دی
افغانستان

میرضیایف: د افغانستان ثبات او اقتصادي پرمختګ د سیمې پرمختګ لپاره مهم فکټور دی

جون 12, 2025
فطرت: نړۍ سره د تعامل لپاره د سفر بندیزونو لرې کول اړین دي
افغانستان

فطرت: نړۍ سره د تعامل لپاره د سفر بندیزونو لرې کول اړین دي

جون 12, 2025
اوچا: د ۲۳ میلیونه اړمنو افغانانو لپاره څه باندې ۲ میلیارد ډالرو ته اړتیا لرو
افغانستان

اوچا: د ۲۳ میلیونه اړمنو افغانانو لپاره څه باندې ۲ میلیارد ډالرو ته اړتیا لرو

جون 12, 2025
هلوټرسټ: له ۶ میلیونو زیات افغانان په ماین پوښلو سیمو کې ژوند کوي
افغانستان

هلوټرسټ: له ۶ میلیونو زیات افغانان په ماین پوښلو سیمو کې ژوند کوي

جون 12, 2025

وروستي خبرونه

اسراییلو د ایران په پلازمېنه او ګڼ شمېر نورو ښارونو هوايي برېدونه کړي

اسراییلو د ایران په پلازمېنه او ګڼ شمېر نورو ښارونو هوايي برېدونه کړي

جون 14, 2025
موټر چلوونکي د مزار- سمنګان لویې لارې د بیارغونې غوښتنه کوي

موټر چلوونکي د مزار- سمنګان لویې لارې د بیارغونې غوښتنه کوي

جون 12, 2025
خليلزاد: تاشکند له کابل سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پیاوړي کول غواړي

خليلزاد: تاشکند له کابل سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پیاوړي کول غواړي

جون 12, 2025
میرضیایف: د افغانستان ثبات او اقتصادي پرمختګ د سیمې پرمختګ لپاره مهم فکټور دی

میرضیایف: د افغانستان ثبات او اقتصادي پرمختګ د سیمې پرمختګ لپاره مهم فکټور دی

جون 12, 2025
فطرت: نړۍ سره د تعامل لپاره د سفر بندیزونو لرې کول اړین دي

فطرت: نړۍ سره د تعامل لپاره د سفر بندیزونو لرې کول اړین دي

جون 12, 2025
اوچا: د ۲۳ میلیونه اړمنو افغانانو لپاره څه باندې ۲ میلیارد ډالرو ته اړتیا لرو

اوچا: د ۲۳ میلیونه اړمنو افغانانو لپاره څه باندې ۲ میلیارد ډالرو ته اړتیا لرو

جون 12, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist