• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

اقتصاد پوهان: د ملګرو ملتونو مرسته د لنډمهال لپاره ستونزه حل کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/12/16

د اقتصادي چارو پوهان وايي، د افغانستان بانکي نظام د سقوط مخنیوي لپاره د ملګرو ملتونو مرستې د لنډمهال لپاره ستونزه حل کولی شي،خو د دایمي حل لار نه ده.

دوی وايي،  ملګري ملتونه او نړیوال دې د افغانستان مالي او بانکي نظام ژغورلو لپاره کنګل شوې پانګه ازاده کړي.

اقتصاد پوه یونس ځډران وايي:« ملګرو ملتونو کومه پریکړه چي کړې، دا نه شي کولای د افغانستان خصوصي بانکونه د سقوط له ګواښه وژغوري،مهم د افغانستان د کنګل شویو پیسو خوشي کیدل دي.»

ځیني نور بیا په امریکا او متحدینو یې نیوکه کوي،چي د افغانستان له اقتصاد سره سیاسي چلن کوي او دا سیاسي چلن د دې لامل شوی،چي د افغانستان بانکونه د سقوط له ګواښ سره مخ شي.

اقتصاد پوه سخي پیمان وايي:« که نړیوال د افغانستان له بانکونوسره په غیري مستقیم ډول کمک کوي،دا نشي کولای بانکونه له سقوطه وژغوري،ځکه د افغانستان له اقتصادي سره سیاسي معامله کېږي.»

یو شمیر نور بیا وايي، نړیوال د افغانستان بانکي نظام سقوط مخنیوي لپاره نورې لارې چارې ولټوي او په شل میلیوني مرستو دغه کړکیچ نه شي حل کېدای.

د سوداګرۍ خونې مدیره هیات غړی نصیر احمد عرب وايي:« کومي پیسې چي د افغانستان له بانکونو سره مرسته کېږي،دا نه شي کولای،چي د افغانستان د هغو پیسو ځواب ووايي چي دا مهال د خلکو په بانکونو کي دي.»

ملګرو ملتونو پریکړه کړې، چي د د راتلونکي کال ترمارچ میاشتې پورې هره اوونۍ شل میلونه ډالر د افغانستان نړیوال بانک سره مرسته وکړي،ترڅو د افغانستان خصوصي بانکونه د سقوط له ګواښ څخه وژغورل شي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

موټر چلوونکي د مزار- سمنګان لویې لارې د بیارغونې غوښتنه کوي
افغانستان

جون 12, 2025
خليلزاد: تاشکند له کابل سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پیاوړي کول غواړي

میرضیایف: د افغانستان ثبات او اقتصادي پرمختګ د سیمې پرمختګ لپاره مهم فکټور دی

فطرت: نړۍ سره د تعامل لپاره د سفر بندیزونو لرې کول اړین دي

اوچا: د ۲۳ میلیونه اړمنو افغانانو لپاره څه باندې ۲ میلیارد ډالرو ته اړتیا لرو

هلوټرسټ: له ۶ میلیونو زیات افغانان په ماین پوښلو سیمو کې ژوند کوي

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist