Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کانونو او پترولیم وزارت: د ننګرهار نفرایټ ډبرې کان قرار داد له یوه افغاني شرکت سره لاسلیک شو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/12/15

د افغانستان کانونو او پترولیم وزارت، د ننګرهار  ولایت ګوشتې ولسوالۍ څپرې سیمې اول بلاک کې د نفرایټ ډبرې کان د یوې ازادې داوطلبۍ په پایله کې یوه افغاني شرکت ته في ټُن په ۱۷ لکه او شپیته زره افغانۍ ورکړ.

د یاد وزارت چارسمبالی شیخ شهاب الدین دلاور وايي:«  مبارک  مو شه! خو ګوره د ټولو مخکې درته وایم،چې په قرارداد کې ځنې شرطونه درته لرو، د هغې په اړه درسره خبرې کوو.»

دلاور وايي، ګټونکی شرکت د ارزیابۍ ۸۳ اعشاریه ۷ نمرې ترلاسه کړي،چې د ۷۷ نیم هکټاره مساحت پر کچه د نفرایټ ډبرې تړون یې ترلاسه کړ.

لومړی به د کان په تړاو څېړنې کېږي،ذخېره به یې تثبیت کېږي او بیا به د وزارت له تائیدۍ وروسته استخراج او ګټې اخیستنې ته چمتو کېږي.

وزیر سپارښتنه وکړه،چې کانونه باید په مسلکي او عادلانه توګه استخراج شي،چې نه ملت او نه حکومت زیانمن شي.

دلاور زیاتوي:« هغه چا چې قرارداد وګاټه،هغه ته ځنې شرایط لرو،چې داسې به نه کوي، چې معدن خراب کړي او په غیر مسلکي بڼه یې وباسي او یو څه شی ترې واخلي.»

د نفرایټ ډبرې لپاره د نورو هېوادونو ترڅنګ تر ټولو ښه بازار چین او جاپان دی،چې په مجسمو، ګلدانونو، لوحو او نورو انتیک شیانو کې ترې کار اخېستل کېږي.

افغانستان چې د کاني زېرمو له پلوه غني هېواد دی، ویل کېږي،که یاد کانونه استخراج شي، اړتیا نه شته دی،چې د مرستې لپاره نړۍ ته لاس اوږد شي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist