په سوېل پکتیا ولایت کې له دولسم ټولګیو فارغې شوې نجونې وايي، لوړې زده کړې یې ارمان دی او له اسلامي امارته غواړي، چې زمینه ورته برابره کړي.
پکتیا کې له دولسم ټولګي فارغه یوه نجلۍ وايي:« د هرې نجلۍ دا هېله ده، چې یو ځای ته ورسېږي او مور او پلار یې پرې ویاړ وکړي. نو زموږ هېله ده،چې د سږ کال ټولو فارغانو ته دې طب پوهنځي د ګډون زمینه برابره شي.»
پکتیا کې له دولسم ټولګي یوه بله فارغه شوې نجلۍ بیا وايي:« له اسلامي امارته مو هېله دا ده،چې زموږ خویندو ته دې تر ۱۲ او لوړو زده کړو زمینه برابره کړي.»
له ۱۲ ټولګي تازه فارغې شوې نجونې وایي، په روان کال یې د کورونا وبا او سیاسي تحولاتو له کبله په سم ډول درسونه نه دي لوستي او هېله لري،چې مسوولین به ورته د کانکور چمتووالي کورسونه جوړ کړي.
پکتیا کې له دولسم ټولګي فارغه شوې نجلۍ وايي:« زموږ یو ارمان دا هم دی،چې نجونو ته دې کانکور ازموینه کې د ګډون او همدا راز د چمتووالي لپاره لنډ مهاله کورسونه جوړ شي.»
پکتیا کې له دولسم ټولګي یوه بله فارغه شوې نجلۍ بیا وايي:« له شک پرته چې حکومت تغیر وکړ، سږ کال مو د دغه تحولاتو او کورونا وبا له کبله درسونه په سم ډول ونه لوستل. هېله ده،چې د کانکور چمتووالي کورسونه راته جوړ شي.»
د پکتیا پوهنې مشر نیک محمد منیب وايي،د راتلونکي کال لپاره د اسلامي امارت له لوري د نجونو د ثانوي او لوړو زده کړو پر طرحه کار روان دی او پکتیا کې به نجونو ته د کانکور چمتووالي کورسونه هم جوړ شي.
د امارت له راتګ سره محدود شمیر ولایتونو کې نجونو ته له اووم ټوولګي پورته د زده کړو اجازه ورکړل شوې او د پاتې ښوونځیو زده کوونکو کلنیو ازموینو کې ګډون نه درلود او نمرې د څلورنیم میاشتنیو ازموینو له مخې ورکړل شوې.