د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، امریکا پرېکړه کړې،چې له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو لپاره ۴۷۴ میلیونه ډالره مرسته اعلان کړي.
توماس ویلي، له دې پیسو به په افغانستان کې لوږې او بېوزلۍ سره د مبارزې لپاره کار واخېستل شي او د مرستندویه بنسټونو له لوري به ولګول شي.
هغه زیاته کړې، چې روان کال به افغانستان ته د کورونا وبا ضد یو میلیون ډوزه نور واکسین هم ورکړي.
د یادونې وړ ده، چې امریکا له افغانستان سره د بشري مرستو اعلان کوي، خو د افغانستان خپله پانګه یې کنګل کړې او د فشار په توګه ترې کار اخلي.