Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
په ملګرو ملتونو کې د ا.ا استازي نه شتون به نړۍ له افغانستان نوره هم لرې وساتي

ملګري ملتونه: د افغانستان مالي او بانکي نظام سقوط مخنیوي لپاره مرکزي بانک سره مرسته کوو  

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/12/15

ملګرو ملتونه وايي،پرېکړه یې کړې،چې د افغانستان مالي او بانکي نظام د سقوط مخنیوي لپاره  د افغانستان  مرکزي بانک ته په مسلسل ډول هره اوونۍ ۲۰ میلیونه ډالر واستوي. 

د افغانستان  بانک وایي، دغه مرستې به د افغان نړیوال بانک له لارې د راتلونکي زیږدیز کال تر مارچ میاشتې پورې او په احتمالي ډول له هغې وروسته هم دوام وکړي.

افغانستان بانک وايي:« ملګري ملتونه په پام کې لري،چې په افغانستان کې د نغدي پیسو د کمښت ستونزې حل لپاره هره اووۍ ۲۰ میلیونه ډالر راواستوي. دغه پیسې به د راتلونکي زیږدیز کال تر مارچ میاشتې پورې دوام وکړي.»

بل پلو اقتصاد پوهان وایي، د یادو مرستو پر مټ به د  افغانیو ثبات هم تامین شي او تر ډېره به دافغانستان بازارونو کې د ډالرو کمښت ستونزه حل کړای شي.

اقتصاد پوه نورالله عزیز عزیز وايي:« که چېرې دغه مرستې د افغانستان د مالي نظام د بانکي سکتورونو له لارې مالي نظام ته داخل شي،د تبادلې نرخ سربیره به د بیو کچه هم تر ډیره بریده راکمه شي.»

 خو یو شمیر نور اقتصاد پوهان بیا په دې اند دي،چې دغه مرستې د افغانانو دایمي ستونزه نه شي حل کولی او د افغانستان په اقتصادي ځان بسیاینې ټینګار کوي.

د اقتصاد پوه عبدالقادر جیلاني   وايي:« دغه مرستې نه شي کولای،چې د افغانانو تقدیر بدل کړي،ځکه دا مرستې بیا هم بندیږي او طالبان دې یوازې دې ته په تمه نه اوسي،چې افغانستان دې په مرستو وچلېږي. شل کاله مخکې هم موږمرستې درلودې، نو باید پر اقتصادي سکتور تمرکز زیات شي.»

 ملګرو ملتونو دغه پریکړه وروسته له هغې کوي،چې په دننه یوه اونۍ کې د ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت بې ساری ټيټ شو او د یوه ډالر بیه  له یوسل او دیرش افغانیو هم پورته ولاړه، چې ورسره سم په بازارونو کې د خوراکي  اوغیر خوراکي توکو بیې هم څو برابره لوړې شوې. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist