د ملګرو ملتونو له لوري په تازه خپاره شوي راپور کې راغلي دي،چې په افغانستان کې له تېرې اګست میاشتې راهېسې ۱۰۰ کسان بې محاکمې وژل شوي دي،چې ۷۲ کسان یې په طالبانو پورې تړل شوي دي.

ملګري ملتونه وايي په دې تړاو کره اسناد لري او نورې پلټنې هم دوام لري.

په راپور کې وړاندې راغلي،چې د طالبانو په واکمنۍ کې د صحرايي محکمو له لارې وژنې روانې دي.

اخو د بښنې نړیوال سازمان هم ویلي، تر دې دمه د دغو وژنو عاملین او لاملونه څرګند نه دي.

طالبانو بیا تر دې دمه د ملګرو ملتونو دغه راپور ته رسمي ځواب نه دی ویلی،خو تل یې ادعا کړې ده،چې عمومي بښنه یې اعلان کړې او که څوک ترې سرغړونه وکړي،نو مجازات به شي.