د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د سه شبنې پر ورځ د «۱۴۰۰ کال د لېندۍ پر ۲۳ مه» د پوهنتون له استادانو سره په ناسته کې وویل، له هېواده د علمي کاردرونو د تېښتې مخنیوي لپاره عملي ګامونه اخیستل شوي دي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعام الله سمنګاني پر ټوېټر پاڼه دا لیدنه تائید شوې ده.
د سرچینې په خبره، په ترسره شوې لیدنه کې د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال له استادانو سره ژمنه کړې،چې وړاندیزونو او غوښتنو ته به یې ژر رسېدنه وشي.
د ده په خبره، ډېر ژر به ټول دولتي پوهنتونونه پرانېستل شي او د علمي کادرونو د تېښتې مخنیوي لپاره هم عملي کارونه پیل شوي دي.
ویل کېږي،چې پر افغانستان د اسلامي امارت تر واکمنۍ وروسته د لوړو زده کړو درلودونکي کسان افغانستان پرېږدي او د ښه ژوند کولو لپاره بهرنیو هېوادونو ته ځي.
دا چې له هېواده د علمي کادرونو د مخنیوي لپاره کوم اقدامات په پام کې نیول شوی، په دې اړه ډېر جزئیات نه دي ورکړل شوي.