Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

روغتیا وزارت: هېواد کې تر اوسه  د کورونا نوې بڼې مثبته پېښه نه ده ثبت شوې

admin by admin
2021/12/15

د  عامې روغتیا وزارت د سه شنبې پر ورځ د « ۱۴۰۰ کال د لېندۍ پر ۲۳ مه» افغان جاپان روغتون کې د یوه خبري کنفرانس کې د کورونا وبا نوې بڼې په اړه مالومات ورکړل.

د یاد وزارت مرستیال ډاکټر عبدالباري عمر وايي، هېواد کې تر اوسه پورې د کورونا وبا نوې بڼې  اوميکرون کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې. 

په ورته وخت کې عمر د  کورونا وبا نوې بڼه اوميکرون ګواښوونکې وبلله او د روغتیايي سپارښتونو په عملي کولو یې  ټینګار وکړ.

عمر وايي:« اوميکرون لکه څرنګه چې دلته ملګرو هم په خپلو خبرو کې تشرېح کړ، نسبت د نورو بڼو ته د کورونا وبا بڼه دا ډېر ګواښوونکې ده، خو تر اوسه په افغانستان کې شکر الحمد الله هېڅ مريض نه دی ثبت شوی. نه دی لیدل شوی،چې ایا دا ناروغ په خپل بدن کې هغه ناروغي لري يانه. خو زموږ تدابير همدا دي،چې اول مو ولس ته ستاسې د ميډيا له لارې بيا د ملاصاحبانو له لارې، بيا مو د عامه پوهاوي له لارې مالومات ورکړي دي.»

عمر وايي،  اوس مهال په ټول هيواد کې د کورونا وبا  ۳۴ روغتيايي مرکزونه فعال دي او په خبره یې  په دې برخه کې لا ډېر کار کوي. 

عمر زیاتوي،تر اوسه اووه ميلیونه کسانو ته د کورونا وبا ضد واکسين تطبيق شوي او لا هم په ټولو ولایتونو کې د واکسين د تطبيق لړۍ روانه ده. 

عمر وايي:«  په ټولو ولايتونو کې کار ښه پر چټکۍ سره روان دی، له ټولو بنسټونو سره مو خبرې کړي دي، د کواکس له طريقه هم د يو لک اويا يا اتيا زره ډوزه واکسين راغی استرازينيکا. همدا راز د چين هېواد له لورې د درې میلیونه ډوزه واکسين مرسته هم ترسره شوه،چې يو میلیون یې رارسېدلی او دوه به یې هم نږدې وخت کې راورسېږي.»

په همدې حال کې د افغان جاپان روغتون سرطبيب طارق احمد اکبري په ډېری برخو کې د امکاناتو د کمښت یادونه وکړه او غوښتنه یې وکړه،که امکانات ورته برابر شي،نوې بڼه مهارولی شي.

اکبري زیاته کړه:« موږ څه داسې ستونزه نه لرو،چې نوې بڼه راځي يا څلورمه بڼه یې په داسې شکل راځي. موږ هغه کنټرولاوی شو، زموږ يوازنۍ ستونزه، دا ده،چې که موږ سره درمل نه وي، يا نور امکانات نه وي،نو څنګه به وشو کولای،چې په تش لاس باندې له کورونا وبا سره مبارزه وکړو.»

 د افغان جاپان روغتون د مالوماتو له مخې،دا مهال پدې روغتون کې پنځه پنځوس ناروغان بستري دي،چې ۳۳ یې پر کورونا اخته دي او پاتې نور یې شکمن دي،چې ټیسټونه یې اخېستل شوي دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی
افغانستان

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

مارچ 17, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

مارچ 17, 2026
افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی
افغانستان

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي
افغانستان

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري
نړۍ

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې
افغانستان

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist