د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازي ارنوت پاولز له شمشاد سره د ځانګړې مرکې پر مهال وویل، نړیواله ټولنه د تل لپاره افغانستان سره مرستې نه شي کولی او په خبره یې دا هېواد باید افغانان پرځان بسیا کړي.
پاولز وايي، افغانستان باید پرمختګ وکړي او د تل لپاره پر نړیوالو مرستو متکي نه وي.
هغه وايي، له کابل سره یې اړیکې مثبتې دي او هېله لري،چې نور هېوادونه هم کابل کې خپل سفارتونه پرانیزي.
پاولز وایي،له خپل نوي دفتر څخه نه یوازې بشري مسایل تعقیبوي،بلکې سیاسي او دیپلوماتیک فعالیتونه هم پر مخ بیایي.
هغه زیاته کړه:« په ټوله کې دا اړیکې ښې دي او له طالب چارواکو سره موږ هم په کابل کې او هم په دوحه کې پرانېستې خبرې او لیدنې ترسره کوو. طالبان هم د نړیوالې ټولنې ښه راغلاست وایي،چې دلته بیا کارونه پیل کړي. اوسني واکمنان افغانان دي او زما په څېر هغه چا چې دلته کار کړی دی، د افغانانو له کلتور ښه خبر یو او په دې برخه کې زه د تېر په پرتله لوی توپیر نه ګورم.»
د تېر حکومت له راپرځېدو او په افغانستان د اسلامي امارت بیا واکمنېدو سره ډېری هېوادونو او نړیوالو سازمانونو په کابل کې خپل سفارتونه او دفترونه وتړل،خو په تیرو درې میاشتو کې یو شمېر سفارتونه او دفترونه بیا پرانېستل شول،چې یو یې د اروپایي ټولنې ګډ دفتر دی.
ارنوت پاولز چې په افغانستنان کې د اروپایي ټولنې استازیتوب کوي،د ښځو له وضیعت پوره خوښ نه دی.
د هغه په وینا طالبان باید د هېواد د پرمختګ لپاره ښځو ته د کار او زده کړو اجازه ورکړي.
پاولز زیاتويي:« نړیواله ټولنه نه شي کولی،چې د ټول عمر لپاره د افغانانو لاسنیوی وکړي، دلته باید په خپله پرمختګ رامنځته شي دا پرمختګ هغه مهال کیږي،چې د افغانستان ټول وګړي نارینه، ښځینه، هلکان او نجونې پر ګډه کار وکړي او موږ باید پر همدې خبرې وکړو.»
د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې استازی وایي،له افغانانو سره یې بشري مرستې له ۴۰ میلیونه یورو څخه سل میلیونه یورو ته پورته کړي او ژمنه یې وکړه،چې دلته به د ښوونکو او ډاګټرانو تنخواوې ورکوي.
هغه وایي د اوسني بشري ناورین د مهار وروسته یې هڅه دا ده،چې دلته پانګونه وکړي او ټینګار کوي،چې افغانستان په خپله له طبیعي اړخه بډایا هېواد دی،چې باید له پانګې یې ګټه پورته شي.