د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد ویلي، د مخکیني حکومت او ا.ا ترمنځ د مذاکراتو ناکامېدو دواړه غاړې پړه دي.
خلیلزاد ویلي، د دوحې هوکړې پر بنسټ امارت او جمهوریت باید د تړون له لاسلیک کېدو لس ورځې وروسته خبرې پیل کړې وای،خو په خبره یې دا کار شپږ میاشتې وځنډېده.
نوموړي مخکینی ولسمشر غني تورن کړی،چې د طالب بندیانو په خوشې کولو کې یې میاشتې میاشتې ځنډ راووست،په هر څه کې یې خنډونه جوړول او له وضعیت یې ناسمه محاسبه لرله.
هغه پر مخکیني افغان پوځ هم نیوکه کړې،چې له دومره قربانیو سره سره یې، پر خپل هدف باور نه درلود او یوازې د امریکا تر حضور پورې یې جګړه وکړه او تر هغه وروسته یې هر څه پرېښودل.
خلیلزاد ویلي، افغانستان کې د جمهوري نظام د سقوط نور هم ډېر عوامل درلودل.