د شمال بلخ ولایت د مرکز مزارشريف اوسېدونکي، هټيوال او يو شمېر صرافان شکايت کوي،چې په بازار کې د زړو پيسو شتون د معاملاتو پر مهال دوی له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
محمد یعقوب مزارشریف ښار کې د سړک پر غاړه د پيسو د تبادلې غرفه لري، هغه شمشاد ته وويل، له تېرې يوې مياشتې راهيسې د پيسو د تبديلۍ پر مهال د زړو پيسو شتون له امله يې کاروبار خراب شوی دی.
یعقوب زیاتوي:« شااوخوا څلوېښت ورځې کېږي،چې دغه ستونزه پيدا شوې. پېرېدونکي هغه پنځوسی او سلګون نه اخلي،چې لږ هم زاړه شوي وي. هغه پيسې چې رابرتيپ ورباندې وهل شوی وي،هم نه اخلي. نوې پيسې هم نه شته دی، خلک سختو ستونزو سره مخ دي.»
یو بل صراف عبدالروف بیا وايي:« زموږ غوښتنه دا ده،چې زړې پيسې دې ټولې شي او نوې پيسې دې چاپ شي. ما خپله زياتې زړې پيسې ټولې کړي دي،خو اوس يې چې هر چاته ورکوم نه يې اخلي. اوس موږ هم اړ يو،چې له پېرېدونکو زړې پيسې وانه خلو، حکومت بايد دغه ستونزه حل کړ.»
په ورته مهال د ښار يو شمېر هتيوال هم وايي، د توکو پلورلو پر مهال د زړو پيسو له امله ډېری وخت ورسره پېرېدونکي جنجال کوي او له همدې امله دوی هم اړ کېږي، چې زړې پيسې وانه خلي.
مزار شریف ښار کې یو هټیوال عبدالله وايي:« زه همدلته يم، کراچۍ لرم او د زردکو اوبه پلورم. د زړو پيسو پر سر هره شېبه له خلکو سره په جنجال يم، له يوې خوا کار نه شته دی، له بلې خوا چې نوې پيسې نه وي،نو شته کاروبار هم پسې زيانمن کېږي. موږ له مسوولينو غواړو،چې دې برخې ته پاملرنه وکړي.»
له دې سره بلخ کې د افغانستان بانک سيمه ييز مسوول مولوي محمد شاهین وایي، د خلکو ياده ستونزه درک کوي او په دې اړه يې له صرافانو سره ناستې هم کړي دي.
شاهين زیاته کړه:« د زړو پيسو په اړه شته ستونزه موږ له مرکزي بانک سره شريکه کړې ده او هغوی هم راته ويلي چې دغه ستونزه به ژر حل کړي، زموږ غوښتنه دا ده چې په بازار کې شته پيسې بايد دوران وخوري او وچلېږي.»
خلک وايي، د افغانستان مرکزي بانک مسووليت لري،ترڅو له بازارونو زړې پيسې ټولې او پر ځای يې نوي بانک نوټونه عرضه کړي.