Skip to content
په سوېل کې د پکتیا ولایت اوسېدونکي وايي، د هېواد د نورو ولایتونو په څېر دې پکتیا کې هم د بريښنایي پیژندپاڼو ویش بېرته پیل شي،ترڅو د هغو کسانو ستونزه هواره شي چې د تحصیلې او ځینو نورو اسنادو د بشپړیدو لپاره یې د بريښنایي پیژندپاڼې درلودل اړین دي.
پکتیا یو تن اوسېدونکی وايي:« برېښنایي پیژندپاڼې د شفافیت او عدالیت د تامین په برخه کې د وخت اړتیا ده . دا چې نورو ولایتونو کې بېرته دغه بهیر پیل شوی،نو زموږ غوښتنه دا ده،چې پکتیا کې دې هم پیل شي.»
د پکتیا یو بل اوسېدونکی بیا وايي:«باید د برېښنایي پیژندپاټو ویش بېرته پیل شي، خلک یې غوښتنه کوي. د کاغذي پیژندپاڼو یوه ستونزه دا ده،چې ژر خرابیږي او یو کس کولی شي،چې څو پیژندپاڼې ترلاسه کړي.»
یو شمیر کسانو چې برښنایي پیژندپاڼو د ویش یوه مرکز ته د پیژندپاڼې تر لاسه کولو موخه راغلي وایي، که ویش یې پیل شي، د ځینې کسانو هغه ستونزه به هواره شي،د تحصیلي او نورو اسنادو تر لاسه کولو په موخه یې درلودل اړین دي.
د پکتیا یو تن اوسېدونکی وايي:« د برېښنایي پیژندپاڼو ویش باید بیا پیل شي. د نورو ګټو تر څنګ د هغو کسانو ستونزه ورسره هواریږي،چې د تحصیلي او ځنې نورو اسنادو تر لاسه کولو په موخه یې درلودل اړین دي.»
د پکتیا یو تن اوسېدونکی وايي:« برېښنایي پیژندپاڼې ډېرې ښیې دي، ژر خرابیږي هم نه او اړتیا ده،چې بېرته یې د ویش لړۍ پیل شي.»
د پکتیا د وګړو د ثبت مدیر سیدا جان بسمل وایي، هغو کسانو ته د پیژندپاڼو ویش لا له وړاندې پیل شوی،چې مخکې یې بایومیټیریک ترسره کړی او نږدې ورځو کې به د نورو کسانو بایومیټریک اخېستل هم پیل شي.
بسمل زیاته کړه:« هره ورځ هغو کسانو ته سلګونه پیژندپاڼې وېشل کېږي، چې مخکې یې بایومیټریک ترسره کړی او نږدې ورځو کې به د نورو کسانو د بایو میټیریک اخېستلو بهیر هم پیل شي.»
د مخکیني حکومت له سقوط سره د یو شمېر نورو ادارو تر څنګ هېواد کې د برېښنایي پیژندپاڼو د ویش مرکزونه بند شول،چې ځینې ولایتونو کې بېرته پرانېستل شوی او په ټولییز ډول غوښتنه دا ده،چې دغه بهیر دې ټول هېواد کې پیل شي.