Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

تحلیل کوونکي:نړیواله ټولنه پر خپلو شرطونو ولاړه ده

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/12/13

د سیاسي چارو  تحلیل کوونکي وايي، نړیواله ټولنه پر خپلو شرطونو ولاړه ده او تمه لري، چې اسلامي امارت به یې منلو ته نرمښت وښيي،خو برعکس اسلامي امارت هم پر خپل دریځ کلک ولاړ دی. 

تحلیل کوونکي له اسلامي امارته غوښتنه کوي،چې له نړیوالو سره باید پر هغو مسایلو تعامل وکړي،چې له ملي ارزښتونو سره ټکر کې واقع نه وي

 دوی وايي، نړۍ په افغانستان کې د خپلو ګټو په درشل کې ده او په‌ کار ده چې اسلامي اماررت هم په نړۍ کې خپلې ګټې ولټوي.

تحلیل کوونکی عبدالحی قانت وايي:« اسلامي امارت باید له  نړۍ سره پر داسې یوه شکل تعامل وکړي،چې هر هغه څه چې زموږ ملي ګټې تر پښو لاندې نه کوي، زموږ دیني او ملي ارزښتونه تر پښو لاندې نه کېږي، پر هغو نړیوالو سره کېني، بحث وکړي. موږ به د نړۍ په نورو هېوادونو کې خپلې ګټې ولټوو.»

د طالبانو او نړیوالو د سیاسي ترینګړتیا بیه عام افغانان ورکوي.

هېواد کې له نوي تحول سره چې اسلامي امارت په کې په دویم ځل واک ته ورسېد، له کبله یې افغانستان د نړۍ له سختو بندیزونو او فشارونو سره مخ شو.

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي، د نړیوالو غوښتنې تر ډېره نه دي منل شوي او نه هم په دې برخه کې پرمختګ شوی دی.

ځلاند زیاته کړه:«په لویه کې نړۍ له طالبانو څخه تمه لري،چې اسلامي امارت دایم والي لپاره په ځینو مسایلو کې له  نړۍ سره همغږي خپله کړي، د ښځو او نجونو کار او تعلیم له سره پیل کړي،بشري حقونو ته درناوی وشي، سیاسي انډول برقرار شي،نورو سیاسي ګوندونو،سیاسي فعالانو،مدني ټولنې ته کار پیدا شي، دا هغه غوښتنې دي،چې په تېرو څلور میاشتو کې  له اسلامي امارته شوي،خو کوټلي ګامونه نه دي پورته شوي.»

بهرنیو چارو وزارت وايي،له نړۍ سره په متقابل درناوي ولاړې اړیکې غواړي،نړۍ ته انتظار نه کاږي او د اوس لپاره یې تمرکز د داخلي ستونزو پر حل ور ټول دی.

د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو اړیکو مشر ولي الله شاهین  وايي:«  موږ د نړۍ په انتظار نه یو. موږ باید داخلي وضیعت جوړو کړو او دا زموږ مسولیت دی.د داخلي وضیعت په جوړېدو کې دا سمه ده،چې نړۍ ته ضرورت لرو، خو انتظار نه ورته کاږو. زموږ لومړیتوب خلک دي، د هغوی ژوند بهتره کول زموږ مسولیت ده، نه د نړیوالو.»

اسلامي امارت  تر اوسه پورې خپله بهرنۍ تګلاره نه ده روښانه کړې. له اسلامي امارت و تمه داده،چې خپل دریځ کې نرمښت راولي او له نړیوالو سیاستونو سره ځان برابر کړي.  

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist