Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

پکتکیا کې د یوه طالب جنګیالي کېسه: بلال حذیفه شل کاله د یوه غره څوکه کې تېر کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/12/12

بلال حذیفه د پکتیکا  د خیرکوټ ولسوالۍ اوسېدونکی دی او د کانک غره څوکه کې یې په یوه خونه کې شااوخوا۲۰ کاله ژوند کړی دی.

حذیفه وایي،د مشرانو په سپارښتنه یې د خیر کوټ ولسوالۍ کانک غره لوړه څوکه کې په هغه خونه کې شل کاله ژوند کړی،چې ډېری وخت به نږدې ملګري هم د هوایي بریدونو له وېرې لیدلو ته نه ورتلل.

نوموړی وایي،له دغه ځایه به یې پکتیکا کې د اسلامي امارت د امنیتي او نورو مسوولینو مخابراتي اړیکې تنظیم کولې.

حذیفه زیاته کړه:« ما شل کاله دلته مبارزه وکړه. د پکتیکا د مالوماتو لپاره او د مجاهدینو د وصل کیدو لپاره، ما ټول ژوند دغه یوازنی کوټه کې تېر کړی دی. له همدې ځایه مې د ټول ولایت مجاهدین د مخابرې له لارې سره وصل کول.»

له بازار، کور او کلي لېرې د غره دغه لوړه څوکه کې ۲۰ کاله ژوند اسانه خبره نه ده.

حذیفه وایي، د هوایي بریدونو له وېرې به ډېری وخت نږدې ملګري هم لېدلو ته نه ورتلل، خو هوډ یې کړی و،چې تر اخره به همدلته پاتې کېږي.

هغه زیاتوي:« خپل ملګري به هم دلته نه راتلل، ډېری وخت به یې راته ویل،چې ستاسو ځایه ډیر د تعقیب ځای دی او هره ورځ الوتکې ګرځي او ښایي برید وکړي ، دې ځای ته نږدې بازار کلی او ان هیڅ ابادي نشته.»

د بلال حذیفه ملګري د غره لوړه څوکه کې د هغه له کړاوه د ډک ژوند کیسي کوي او د نوموړي مبارزه ستایي.

د حذیفه یو ملګری وایي:« ده به ډی لیرې لیرې سفر پر موټر سایکل کول حتا مجاهدینو ته به یې اکمالات کول بیخي ډیر تکلیفونه یې ګاللي چې مونږ به لیدل زمونږ د وس خبره نه وه ورته حیران وو.»

د حذیفه یو بل ملګری بیا داسې وايي:« کلک سړی دی،ډېر تکلیف یې ګاللی دی. موږ هلته یوه ورځ هم نشوه تیرولی او ده هلته شل کاله تېر کړل،داسې یوه ځای کې چې له کور کلي او بازاره لیرې وو.»

بلال حذیفه اوس د پکتیکا د اطلاعاتو او کولتور رئیس دی او وایي،د غره لوړه څوکه کې د تیر ۲۰ کلن ژوند په یوازنۍ جونګړه پسې خفه دی.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist