مېرمن ګل رُخ ۱۳ کاله وړاندې د هرات شينډنډ ولسوالۍ عزيزآباد سيمه کې د امريکايي ځواکونو د هوايي برید په پایله کې خپل څلور زامن او خاوند له لاسه ورکړ.
نوموړې په دغه بريد کې ټپي شوې، چې د درملنې لپاره پاکستان او هند هېوادونو ته هم تللي.
ډاکټرانو ويلي چې د بم یوه ټوټه د ګل رُِخ په ملا کې بنده پاتې ده او درملنه يې ناشوني ده.
د ګل رُخ نیم بدن له تېرو ۱۳ کالنو راهيسې فلج ده.
مېرمن ګل رُخ وايي، د پلار کور ته په مېلمستيا راغلي وه، چې د شپې پرې هوايي بريد وشو.
په دغه بريد کې د ګل رُخ د پلار او مور په ګډون شااوخوا اتلس تنه وژل شوي.