یوه باوري سرچينه وايي، تېره شپه وسله والو کسانو د کندهار دوهمه ناحيه کې پر يو ملکي موټر برید کړی، چې په پایله کې یې درې تنه وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
په وژل شوو او ټپيانو کې ښځې هم شاملې دي.
خو یوه بله سرچینه وايي، له واده څخه په را روان دغه موټر کې یوه ښځه او یوه دولس کلنه نجلۍ وژل شوې، دوې ښځي او یو نارینه ټپیان دي.
کندهار ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په یوې خبرپاڼه کې ویلي، تېره شپه د کندهار ښار د دوهمې حوزې اړوند سیمه کې پر یو موټر د یوې شخصي دښمنۍ له امله وسلهوال برید شوی، چې په پېښه کې دوه تنه وژل شوی او درې تنه نور ټپیان شوي دي.
په وژل شویو کې یوه ۱۲ کلنه انجلۍ او یوه مېرمنه شامله ده.
په ورته وخت کي د وژل شوو کسانو کورنۍ د اسلامي امارات له مسوولینو څخه د پېښې د جدي پلټنې غوښتنه کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارات سرتېري هيوادوالو ته د امنيت ډاډ ورکوي، خو بيا هم د داسې پېښو شاهدان پاتې شوي.