Skip to content
ځایي سرجینې وایي، تېره شپه د ننګرهار د کامې ولسوالۍ په شېرګړ سیمه کې درې تنه قومي مشران په داسې حال کې وژل شوي، چې یادې ولسوالۍ ته د روغې جوړې لپاره ورغلي وو.
دغه قومي مشران چې اصلاً د لعلپورې ولسوالۍ اوسېدوونکي وو، کامې ته د یو دښمنۍ د ختمېدو پر موخه راغلي وو، چې روغه جوړه وکړي.
د سرچینې په وینا، له جرګې او روغې جوړې وړاندې په مرموز ډول وژل شوي.
ځایي مسولین هم پېښه مني او وایي چې تر اوسه معلومه نه ده چې دغه قومي مشران د چا لخوا وژل شوي، خو په خبره یې چې دښمنۍ یې درلوده او روغې جوړې ته راغلي وو.
تر دې مهاله د یادې پېښې مسولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.
خلک بیا په ننګرهار کې یو ځل بیا د قومي مشرانو وژل کېدل د خطر زنګ بولي او له مسولینو غواړي چې د مرموزو وژنو دغه لړۍ دې ژر ودروي.