د امریکا مرکزي قوماندانۍ جنرال فرانک مکینزي له اسوشیټېډ پرس سره په تازه خبرو کې ویلي، دا چې د دوی له وتلو وروسته په افغانستان د دوی استخباراتي څارنه او هوایي تصویر اخیستل پای ته رسیدلي دلته القاعده او داعش ډلو بیا وده کړې ده.
فرانک مکینزي ویلي، د دغو ډلو وده سوکه ده، خو په وینا یې القاعده په افغانستان کې خپل حضور دوه برابره کوي او ښایي په راتلونکو ۱۲ یا ۲۴ میاشتو کې بهر کې د بریدونو وړتیا پیدا کړي.
طالبانو همداراز ویلي و چې داعش د افغانستان لپاره ګواښ نه دی او دا ډله په هېواد کې له منځه تللې ده.
شنونکي وړاندیز کوي چې طالبان دې د یادو ډلو د مهار لپاره د هېواد د پولو کلکه څارنه وکړي.
ځینې نور بیا وایي، د دا ډول ترهګرو ډلو د ځپلو او فعالیت اجازې نه ورکولو لپاره انساني ځواک بسنه نه کوي او باید پر وړاندې یې عصري پوځي ټکنالوژي موجوده وي، چې له طالبانو سره د دې امکاناتو شتون نه ګوري.
له دې ور هاخوا ویل کیږي چې امریکا په دا ډول څرګندونو سره غواړي افغانستان کې یوه بله نیابتي جګړه پیل کړي.
جنرال فرنک مکینزي داسې مهال دا څرګندونې کوي چې یاد هېواد له دې وړاندې د داعش پر وړاندې د طالبانو مبارزه ستایلې وه، خو د القاعده په اړه یې څه نه و ویلي.
مکینزي ویلي، ښایي دوه میاشتې وروسته ښکاره شي چې طالبان به د القاعده پر وړاندې څه ډول اقدام وکړي او په وینا یې دوی دا مهال د یادې ډلې پر وړاندې د اقدام په اړه په خپل منځي خبرو بوخت دي.
طالبانو تازه غبرګون نه دی ښودلی، خو له دې وړاندې یې ډاډ ورکړی و چې وسله والو ډلو ته به اجازه ور نه کړي چې دافغانستان خاوره یې پر ضد وکاروي.