Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

پکتیا کې د جلال الدین حقاني په نوم د مدرسې جوړیدو چارې پیل شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/12/09

د سوېل پکتیا ولایت  په  مرکز ګردیز ښار کې د چهارشنبې پر ورځ «۱۴۰۰ د لېندۍ پر ۱۷ » د جلال الدین حقاني په نوم د مدرسې جوړیدو چارې پیل شوې.

د جلال الدین حقاني د کورنۍ غړي وایي،په دغه مدرسه کې به د حقاني فکر او دیني زده کړې تدریس کېږي او څانګې به یې نورو ولایتونو کې هم پرانېستل شي.

د جلال الدین حقاني وراره اسحاق حقاني  وايي:« د حقاني صیب له خوا موږ ته په میراث کې جهاد اسلام او مدرسې پاتې دي. موږ په دې ویاړ کوو،چې موږ ته یې ځمکې او بلډینګونه نه دي پریښي او موږ هڅه کوو،چې د ده فکر ټول وطن کې خور کړو.»

حقاني زیاتوي،په ټولییز ډول هڅه دا ده،چې پر کوردننه د دیني زده کړو برابره او زده کوونکي اړ نه شي،چې پاکستان او نورو ګاونډیو هېوادونو د زده کړو لپاره ولاړ شي.

حقاني زیاته کړه:« نور به د دې اړتیا نه وي،چې زموږ زده کوونکي پاکستان ایران، عربستان او نورو هېوادونو ته ولاړ شي. دلته دغه مدرسه کې به دیني او عصري علوم او د حقاني تدریس کېږي.»

د پکتیا اوسیدونکي پر کوردننه د اسلامي زده کړو د مرکزونو جوړیدل ګټور بولي او وایي،په دې سره به پاکستان او نورو ګاونډیو هېوادونو ته د زده کوونکو د تګ مخه ونیول شي.

د پکتیا یو تن اوسېدونکی وايي:« زموږ عالمان تر اوسه پوررې ګاونډیو هېوادونو کې تربیه کېږي. هېله ده،چې د دوی لپاره پر کوردننه د زده کړو زمینه برابره شي.»

د پکتیا یو بل اوسېدونکی بیا وايي:«ډېری وخت موږ ته چې ستونزې جوړېږي،له ګاونډیو هېوادونو راجوړیږي،اوس چې پر کوردننه زمینه برابریږي دا ښه خبره ده.»

له کلونو راهیسې نیوکه دا ده،چې پر کوردننه د زده کوونکو لپاره په وړ ډول د دیني زده کړو زمینه نه ده برابره شوې او زده کوونکي اړ دي،چې پاکستان او نورو ګاونډیو هېوادونو ته د زده کړو لپاره  ولاړ شي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist