د عدلیې وزارت ویاند مفتي محمد بشار وايي، د یوې پریکړې په اساس ټولو دولتي ادارو ته لارښونه شوې،چې قوانین او لوایح جوړ او عدلیې وزارت ته وسپاري،ترڅو دولتي ادارې یې له مخې خپلې چارې سمبال کړي.
بشار زیاته کړه:« اسلامي امارت ټولو دولتي ادارو ته لارښونه کړې ده،چي خپل قوانین جوړ کړي او وروسته له هغې عدلیې وزارت ته یې وسپاري،ترڅو له څېړولو وروسته استفاده ورڅخه وشي.»
د جمهوریت له پرځیدو وروسته تردې مهاله دولتي ادارو لپاره قوانین مجود نه دي،چي د هغو قوانینو پربنسټ مخکې ولاړې شي.
د عدلیې وزارت د مالوماتو له مخې، دولتي ادرو کې کمېسیونونه د قوانینو په جوړولو کار کوی ،چې دوی ته له سپارلو او څیړلو وروسته به عملي شي.
اخوا یو شمېر حقوق پوهان وايي، اوس مهال ټول ادارات په یوه خلا کې دي او قوانین نه شته دی،چي ډېری وخت د کار د ځنډيدو لامل هم کېږي.
بل پلو د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي وایي،اسلامي امارت دې خپلو ادارو ته قوانین جوړ کړي،ځکه پرته له قوانینو د دولتي اداراتو پرمختګ ستونزمن وي.
د سیاسي چارو شنونکی حکمت الله امرخیل وايي:« قوانین د یوې ادارې د جوړیدو لپاره مهم دي، که قوانین نه وي نو د یوې ادارې نظم له ستونزو سره مخ کېږي،اسلامي امارت دې پخوانیو قوانینو او یا نوي قوانین جوړ کړي.»
د دوی غوشتنه دا ده،چې اسلامي امارت دې ژر تر ژره د دولتي ادارو لپاره قوانین جوړ کړي،ترڅو په چارو کې د خنډ او ځند لاملونه له منځه یووړل شي.