• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

زابل کې معلولین: له تېرو څوکالونو راهېسې مو حقوق نه دي ترلاسه کړي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/12/09

د زابل ولایت په مرکز کلات ښار کې د چهار شنبې پر ورځ د «۱۴۰۰ کال د لېندۍ پر ۱۸مه » لسګونه زابلي معلولین راټول شوي او  د خپلو حقونو غوښتنه یې وکړه. 

دغه معلولین ادعا کوي،چې د تېر حکومت پر مهال یوازې هغو معلولینو ستونزې حل کېدلې،چې واسطه یې لرله.

د دوی په خبره، د زابل معلولین له پامه غورځول شوي او د نوی حکومت مسوولین دې يې موجوده ستونزې ورته حل کړي. 

یو تن معلول وايي:«زموږ د معیوبینو حالت سخت خراب دی،د حقونو د ترلاسه کولو پر مهال یې په دولتي ادارو کې په بېلابېلو پلمو کارونه ځنډول کېږي. زموږ غوښتنه دا ده،چې معلولینو ته دې  خپل حقونه پر وخت او په ښه ډول ورکړل شي.»

د دغه ولایت د شهیدانو او معلولینو د ادارې مشر هم د زابلي معلولینو ستونزې پر ځای ګڼي او زیاتوي،چې د معلولینو د ستونزو د حل لپاره پلانونه لري او په عملي کولو سره به يې د معلولینو ټولې ستونزې پر وخت حل شي.

د زابل  شهیدانو او معلولینو ادارې مشر مولوي عبدالحکیم دانش وايي:« موږ مرکز کابل کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سره پرلپسې اړیکې او ناستې کړي دي. د زابلي معلولینو ستونزې مو ورسره شریکې کړې.  وزارت کې هم د معلولینو د ستونزو د حل ژمنه شوې. موږ به د یوه منظم پلان له مخې د زابلي معلولینو موجوده ستونزې حل کړو.»

 د معلولینو د فزیکي بیا رغونې موسسې مسوولین وايي، د دوی ادارې په پرلپسې ډول د زابل له معلولینو سره مرستې کړي او په خبره یې ستونزې تر یوه برېده حل شوي دي.

زابل کې د معلولینو د فزیکي بیا رغونې موسسې ولایتي مسوول کمال احمد وايي:« زموږ موسسې له لورې له معلولینو سره د بېلابېلو توکو مرسته شوې،د بېلګي په ډول موږ ښځينه او نارینه معلولینو ته سلګونه امساوې ورکړي.موږ له دوی سره  د هغو توکو مرسته هم کړې،چې له  دوی سره  په ورځنیو چارو کې د سخت معلولیت پر مهال مرسته کوي.»

د دغه ولایت کې د معلولینو ډېره برخه هغه کسان جوړوي،چې د تېرو جګړو پر مهال  او ځمکني ماینونو له امله یې د بدن غړي له لاسه ورکړي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو
افغانستان

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ
افغانستان

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې
افغانستان

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي
افغانستان

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ
افغانستان

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
شهباز شریف: د افغانستان خاوره د هند نيابتي ډلو له خوا د پاکستان پر ضد کارول کېږي
افغانستان

شهباز شریف: د افغانستان خاوره د هند نيابتي ډلو له خوا د پاکستان پر ضد کارول کېږي

جون 5, 2025

وروستي خبرونه

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist