خو د بهرنیو چارو وزارت غبرګون دا ده،چې نړیوال د امریکا وروستۍ پرېکړې ته انتظار کاږي او دوی په خپلواکه توګه نه شي کولای کابل سره رسمي اړیکې ولري.
د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو مشر ولي الله شاهین وايي:« نړۍ وال تقریبا خپلو پرېکړو کې مستقلانه پرېکړې نه شي کولای منتظر دي،چې د امریکا متحده ایالات څه پرېکړه کوي. له دې وروسته به دوی هم پرېکړې کوي،خو دا د وخت مسله ده. دا مسله زیاته د اروپایي هېوادونو او له امریکا سره ده،یوه نفساني ستونزه ده چې خلک خپل څنګه قانع کړي.»
د بهرنیو چارو وزارت په وینا امریکا او اروپایي هېوادونه نفساني ستونزه لري،هغوی خپلو ملتونو ته دا قناعت نه شي ورکولی،چې افغانستان ته په تېرو شلو کلونو کې د څه لپاره تللي وو او هلته ولې دوی قرباني ورکړه.